BBC
 شاته

د ښه خوب لپاره شپږ خبرې

ښه خوب د انځور حقوق DIRIMA THINKSTOCK

پوهان وايي، ځینې داسې کاورونه شته چې موږ یې کوو، خو نه پوهېږو چې خوب مو څومره اغېزمنوي.

نیمګړی خوب زمون بدن کمزوروي یا بدن کې ګړۍ اغېزمنو او ژور خپګان یا نورې ناروغۍ را پید اکوي، ځکه پوره خوب ضروري دي.

د پوره خوب لپاره لاندې ټکي پام کې نیول پکار دي.

د شپې د رڼا کچه وټاکئ

ملفون یا موبایل او لپټاپ یا کمپیوټر په دې ورځو کې د نشې په څېر دود دي.

ډېر خلک ګړۍ ګړۍ له لپټاپ ډرامې یا فېلمونه ګوري، خو کم یې پوهېږي چې په داسې کولو سره زموږ خوب بد اغېزمنېږي.

دا برېښنايي وسیلې یوه ځانګړې ځواکمنه اسماني رڼايي خپروي.

له دې رڼايي په بدن کې میلاټونن هارمون ټیک نه پاتېږي.

دا هارمون د خوب مسوول دی.

د خوب په هکله پر لسو خبرو پوهېدل

سري پوهنتون کې پوهان میلک فون شانتز وايي، له خوب نیمه ګړۍ مخکې دا وسیلې بندول پکار دي

پر نیلي رڼايي سربېره د شپې کور کې په ځانګړي ډول خوبکوټه کې د رڼايي نورې وسیلې هم نیمکښول یا کمزورل ضروري دي.

یا داسې څراغونه لګول پکار دي چې کمزورې رڼا لري.

خوبکوټه کې د تیارې جوړولو لپاره تور رنګه پردې لګول مهم دي.

وخت ته ژمنتیا

له اونۍ ختمېدلو مخکې ورځ تر ډېره د شپې ویښ پاتېدلو ته زړه ټوپونه وهي، خو د ښه خوب لرلو لپاره وخت ته ژمنتیا ضروري ده.

هره ورځ په یو وخت ویدېدل ګټور دي.

خوب کې چې څومره بدلون راځي، هغومره روغتیا ته ضرر رسېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ملفون یا موبایل او لپټاپ یا کمپیوټر په دې ورځو کې د نشې په څېر دود دي.

ارام خوبځی

د بسترې شاوخوا لپټاپ او چارجر سربېره نور توکي لرل هم عامه خبره ده، خو که موږ ښه خوب غواړو، دا مهمه ده چې خوبکوټه څومره ارامه وي، خوب به هغومره ښه وي.

ښه دا ده چې ملفون، لپټاپ او نور برېښنايي وسایل بله کوټه کې کېږدو.

ملفون کې د ارنګ یا ټلۍ لګولو په ځای د ارنګ واله ګړۍ اخیستل پکار دي.

کوټه کې یخه هوا هم مهم رول لري، د ګرمۍ پرتله یخ ماحول کې بدن ژر خوب کې لاهو کېږي.

د ورځې رڼايي

زموږ د بدن ګړۍ د لمر ختلو او پرېوتلو وختونو سره سم کا رکوي.

خو په موږ کې ځینې خلک سهار تر ناوخت ویدېدلو سره د ورځې له رڼايي پوره ګټه نه اخلي.

سهار د کور د پردو په پرانیستلو سره تاسو د ورځې ډېره رڼايي ترلاسه کوئ.

که شونې وي سهار ورزش هم پکار دی.

په داسې کولو سره د شپې خوب ښه درځي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ورځې رڼا د روغتیا لپاره ګټوره ده

له خوب مخکې کارونه

له خوب مخکې کېدونکي څه کارونه که هره ورځ وکړئ، نو بدن پوهېږي چې اوس د خوب وخت دی.

کتاب لوستل، سندرې اورېدل او لامبل همداسې کارونه دي.

که د خوب پر مهال یې کوئ، نو بدن خپله خوب ته تیارېږي.

ډېر میندې پلرونه د خپلو ماشومانو سره داسې کوي، ځینې له ویدولو مخکې خپلو بچیانو ته شیدې ور کوي، یا یې لمبوي، لا هم له خوب مخکې نکلونه یا کیسې ورته وايي.

هره ورځ داسې کولو سره د بچي بدن عادت کېږي او پوهېږي چې دا یې د خوب وخت دی.

له کافي یا چای ډډه وکړئ

تاسو پوهېږئ چې د شپې ناوخته کافي یا چای خوب تیښتوي.

په دواړو کې کافین دی، پردوی سربېره څو نورو یخو څښونیو کې هم دا مواد شته.

ماښام که چای وي یا کافي خوب مو اغېزمنوي، ځکه کافین له پنځو تر نهو ګړیو پر بدن اغېز لري.