شمالي کوریا له امریکا سره د سرمشریزې ځنډولو ګواښ وکړ
شمالي کوریا وايي، که امریکا د اتومي وسلو د له منځه وړلو لپاره پر دغه هېواد زور راوړي، ممکن له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره د دغه هېواد د مشر پر پلان شوې لیدنه بیا کتنه وکړي.
مخکې شمالي کوریا ویلي و چې چمتو ده خپل اټومي پروګرام وځنډوي.
د شمالي کوریا رسنیو د چهارشنبې په ورځ د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال کېم کای ګوان له خولې ولیکل که امریکا موږ کلابند کړي او د اتومي وسلو د له منځه وړلو یو لوریزه غوښتنه وکړي، نو له خبرو سره به لېوالتیا ونه لرو.
مجبور یو چې د امریکا متحده ایالتونو او د ډیموکراټیکې کوریا د مشرانو د لیدنې پر منلو بیا کتنه وکړو.
له دې مخکې شمالي کوریا وویل د امریکا او سوېلي کوریا د ګډو مانورو له امله یې له دغه هېواد سره د لوړې کچې چارواکو د چهارشنبې ورځې لیدنه وځنډوله.
د شمالی کوریا خبري اژانس کې سي اېن ای وايي، دا مانورې پاروونکې او د برید لپاره تمرین دی.
پیونګ یانګ د شمالي کوریا او امریکا د مشرانو د جون د ۲۱ نېټې د تاریخي لیدنې په تړاو هم خبردری ور کړی دی.
د امریکا ولسمشر په مارچ میاشت کې د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون سره د لیدنې بلنه ومنله.
ډونلډ ټرمپ په یوه ټویټ کې دا هم وویل:"موږ دواړه به هڅه وکړو دا لیدنه د نړیوالې سولې لپاره په ځانګړو شېبو بدله کړو".
دواړه لوري له هغه مهال راهیسې د دې لیدنې پر وخت او ځای ټاکلو بوخت دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د شمالي کوریا وروستیو څرګندونو ته په ځواب کې وايي، چې لا هم دې لیدنې ته په سینګاپور کې تیاری نیول کېږي او د پیونګ یانګ د دریځ له بدلېدو خبر نه دی.
پیونګ یانګ ولې دومره غوسه دی؟
د بم غورځوونکې بي-۵۲ او اېف-۱۵ جټ په ګډون نږدې سلو چنګي الوتکو د جمعې په ورځ د مکس تند مانورې پیل کړې.
واشنګټن او سیول تل وايي، چې دا ډول مانورې یواځې د دفاع لپاره دي او د ۱۹۵۳ کال د تړون له مخې کېږي.
دوی زیاتوي چې دا مانورې د بهرني برید د پېښدو په حالت کې د تیارسي پیاوړتیا لپاره ضروري دي.
خو د سوېلي کوریا او امریکا ګډون مانورو تل شمالي کوریا غوسه کړې ده.
په تېر کې پیونګ یانګ دې مانورو ته د هر ډول ځواب ګواښنه هم کړې ده او دا مانورې یې پر اور د تېلو شندلو په مانا بللې دي.
د چهارشنبې لیدنه څومره مهمه وه؟
سیول او پیونګ یانګ د روانې اونۍ لومړیو کې د چهارشنبې ورځې لیدنې ته سلا شوي وي.
ټاکلې وه دا لیدنه د دواړو هېوادونو ګډه پوله کې د پانمونجوم په نوم په بې وسلې ځای کې وشي.
دواړو خواوو غوښتل په دې لیدنه کې پر هغو ګامونو خبرې وشي چې د اپرېل ۲۷ لیدنې کې شوې وې.
په هغه ورځ د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون او د سوېلي کوریا ولسمشر مون جایه له اتومي وسلو د کوریا ټاپووزمې د پاکولو لپاره د هڅو هوکړه کړې وه.
هغوی دا هم منلې چې روان کال کې به هڅه کوي، خپلمنځي پخوانی اوربند د سولې په تړون بندل کړي.
دواړو کوریاوو پر ۱۹۵۳ کال یوه اوربند کې خپلمنځي جګړه ودروله، خو لا یې هم د سولې تړون نه دی کړی.
د هوکړې نورې برخې
- د دواړو هېوادونو ترمنځ د غلیمانه چارو ختمول.
- د پروپاګنډا د کمولو له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ ناپوځي سیمه د سولې پر تراړه بدلول
- د پوځي تاوتریخوالي کمېدلو پسې سیمه کې وسلې کمول
- د امریکا او چین په ګډون د څلور اړخیزو خبرو لپاره هڅې
- د هغو کورنیو لیدنې برابرول چې په جګړه کې سره بېلې شوې دي.
- د سرحدي سړکونو او پټلۍ نښلول او نوي کول
- د اسیايي لوبو په ګډون ورزشي سیالیو کې ګډ ګډون زیاتول