BBC
 شاته

طالبان له یوې ورځې ولکې وروسته له فراه ښار ووتل

v د انځور حقوق FARAH.VOICE

له فراه څخه رپوټونه وايي، چې د تېر ماښام له اتو بجو جګړه کراره شوې او وسلوال طالبان له یوې ورځې ولکې وروسته تېره شپه له دغه ښار وتلي دي.

په سیمه کې د بي بي سي خبریال محمد قاضي زاده وايي، اوس د فراه ښار کی ظاهرا وضعیت د عادی کیدو په حال کی دی

بازارونه او دوکانونه هم په‌‌‌‌‌‌ډیرو سیمو کی خلاص دي او خلک ورځنی ژوند پیلوي.

د نوموړي په خبره، بازار کی د خلکو ګڼه ګوڼه ترسترګو کیږی او ځینې مدني فعالان وایې چې طالبانو له درنې جګړې پرته ښار پرې اېښې دی.

د فراه په مرکزي چوک کې د فراه والي بصیر سالنګي د خپلو ساتونکو سره په پوځي جامو کې څرګند شو.

نوموړي د بي بي سي خبریال محفوظ ذبیدي ته وویل،چې وسلوال طالبان له ښار اېستل شوي دي او ښار ارام دی.

د هغه په خبره، په دې نښته کې تر ۳۰۰ وسلوال طالبان وژل شوي دي:" ۲۵افغان سرتېري وژل شوي او ۱۰ ټپیان دي".

خو خواله رسنیو کې خپاره شوي انځورونه ښيي چې ښايي د افغان ځواکونو مرګ ژوبله به له دې ډېره وي.

په یوه رېنجر موټر کې څو افغان سرتېري ښکاري چې طالبان یې له ځان سره لېږدوي.

طالبانو د یو کال وسله برابره کړه؟

ویډیوګانې ښيي چې وسلوالو طالبانو د برید پر مهال د افغان پوځ ځینې درنې وسلې او زغرګاډي له منځه یووړل.

دې ډلې ته د زغرګاډو، درنو او سپکو وسلو په ګډون مهمات هم په لاس ورغلل.

د فراه وایس خواله رسنۍ کې داسې ویډیو خپره شوې چې طالبان یوه حکومت ودانۍ کې وسلې ټولوي.

طالبان وسلوال د دې وسلو په ولجه کولو سره خوښي ښيي.

دغه خواله رسنۍ کې لیکل شوي: طالبانو د یو کال وسله ځان ته برابره کړه.

وسلوالو طالبان د سې شنبې په سهار د ملي امنیت ریاست په ګډون د دغه ولایت پر ځینې حکومتي ودانیو ولکه وکړه.

په افغانستان کې مېشتو نړیوالو ځواکونو (غوڅ ملاتړ ماموریت) تېره ورځ وویل، ځواکونو یې په فراه ولایت کې د افغان ځواکونو ملاتړ ته ور دانګلي دي.

ځايي خبریالان وايي ، تېره شپه یې فراه هوايي ډګر کې لویې الوتکې ولیدلې چې ځواکونه یې کوزول.

دوی وایي تازه دم سرتېري دغه ولایت ته رسېدلي، خو معلومه نه ده چې دا ځواکونه چېرته ځای په ځای شوي دي.

فراه ښار له څه مودې راهیسې د وسلوالو د برید له ګواښ سره مخ و.

ویل کېږي چې د څنګلورو ولایتونو وسلوال طالبان هم د دې برید لپاره فراه ته تللی.

خو ځايي خلکو له طالبانو سره داسې وسلوال هم لیدلي چې په بهرنیو ژبو یې خبرې کولې.