BBC
 شاته

په روژه کې مو له بدن سره څه کېږي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption هر کال میلیونونه مسلمانان له لمر ختو تر لمر لوېدو د کابو دېرشو ورځو لپاره روژه نیسي.

هر کال میلیونونه مسلمانان له لمر ختو تر لمر لوېدو د کابو دېرشو ورځو لپاره روژه نیسي.

په وروستیو کلونو کې روژه د ځمکې په شمالي برخه کې د اوړي په میاشتو کې راځي چې ورځې پکې اوږدې او هوا توده وي.

دا په دې مانا چې ځینې هېوادونه لکه ناروې کې به خلک د ورځې شل ساعته روژه نیسي.

دا د روغتیا لپاره څنګه ده؟ د روژې په دېرشو ورځو کې ستاسو په بدن کې څه پېښېږي، دا لیکنه ولولئ.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کله چې د بدن غوړ پای ومومي له دې وروسته ستاسو بدن په عضلو او ینه کې خوندي ګلوکوز په انرژي بدلوي.

لومړۍ څو ورځې تر ټولو سختې وي

له تخنیکي پلوه ستاسو بدن د "روژې" حالت ته هغه مهال ننوځي چې له وروستي خوړو مو اته ساعته تېر شي.

دا هغه مهال وي چې ستاسو بدن له خوړو وروستي غذایي مواد اخیستي وي.

له دې وروسته ستاسو بدن په عضلو او ینه کې خوندي ګلوکوز په انرژي بدلوي.

وروسته چې کله کلوګوز خلاص شي، نو بیا د بدن غوړ په انرژۍ بدلېږي.

کله چې بدن کې غوړ له منځه ځي، دا د وزن کمولو کې مرسته کوي، کولیسټرول ټیټوي او د شکرې ناروغۍ ګواښ کموي.

خو د وینې د خوږې کچه ټیټېدل بیا کمزوري او سستي زېږوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د روژې لومړۍ څو ورځې تر ټولو سختې وي.

تاسې کېدی شي سرخوږی او ګنګس اوسئ او د خولې بد بويي احساس کړئ.

دا د لوږې تر ټولو لوړه کچه ده.

له ۷-۳ ورځو کافي اوبه څښل

کله چې ستاسو بدن له روژې سره عادت شي، د بدن غوړ ماتېږي او د وینې په خوږو بدلېږي.

که روژه ماتي او پېشلمي کې د اوبو څښل سم نه کړئ، د ورځې لخوا خوله کول به مو د بدن اوبه کمې کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption که روژه ماتي او پېشلمي کې د اوبو څښل سم نه کړئ، د ورځې لخوا خوله کول به مو د بدن اوبه کمې کړي.

ستاسو خواړه باید برابر کچه د انرژۍ برابرولو خواړه ولري، لکه کاربوهایدرېت او غوړ.

مهمه ده چې د خوړو کچه مو انډول ولري، لکه پروټین، مالګې او اوبه.

له ۱۵-۸ ورځو ورسره عادت کېدل

په درېیمه برخه کې به تاسې په خپل بدن کې پرمختګ ووینئ، دا مهال به مو بدن له روژې سره عادت شوی وي.

ډاکټر رزین معروف په کمبریج کې په روغتون کې ډاکټر دی، دی وایي روژه نورې ګټې هم لري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په روژه کې بدن له دې سره عادت کېږي چې بدن ورغېږي او د ناروغیو مخنیوی وکړي.

"په یوه عادي ورځ کې موږ ډېرې کالورۍ خورو، دا کېدی شي د بدن د ځان رغولو د ځینو چارو مخه ونیسي. "

"دا هغه څه دي چې د روژې پر مهال سمېږي. بدن له دې سره عادت کېږي چې بدن ورغېږي او د ناروغیو مخنیوی وکړي."

له ۱۶- ۳۰ ورځو د بدن داخلي پاکوالی

د روژې په وروستۍ نیمایي کې ستاسو بدن له روژې سره په بشپړه توګه عادت شوی وي. ستاسو کولمې، ینه، بډوډي او پوستکی د ځان پاکولو له پروسې تېرېږي.

ډاکټر معروف د انځور حقوق Dr Razeen Mahroof
Image caption ډاکټر معروف وایي اوږدمهاله او دوامداره روژه ستاسو بدن ته د ګټې پر ځای تاوان رسوي.

ډاکتر معروف وايي "په دغه حالت کې د بدن د فعالیت کچه بېرته نورمال ته راګرځي. ستاسو یادښت او پام سمېږي او ځینې وخت تاسې لا زیاته انرژي لرئ. "

ډاکټر معروف زیاتوي "ستاسو بدن باید پروټینو ته د انرژۍ لپاره اړتیا ونه مومي. دا د ډېرې "لوږې" وخت دی چې تاسو د عضلې انرژي کاروئ. دا که څو ورځې دوامداره روژه ونیول شي دغه حالت پېښېږي. "

د ډاکتر معروف په وینا "د روژې د میاشتې لوږه یوازې د لمر ختو تر لمر لوېدو پورې وي ځکه خو کافي فرصت وي چې د بدن انرژي د خوړو او څښو له لارې پوره شي او د عضلې د انرژۍ د کمېدو مخنیوی وشي. "

نو ایا روژه ستاسو روغتیا لپاره ښه ده؟

ډاکټر معروف وایي هو، خو په یوه شرط.

"روژه ستاسو روغتیا ته ښه ده، ځکه دا دې ته پام اړولی شي چې څه وخت او څه خورو. خو باید په پام کې ولرو چې د یوې میاشتې روژه سمه ده، خو له دې زیاته یې بیا کېدی شي بدن ته تاوان ورسوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د روژې میاشتې ګټه دا ده چې هره ورځ به ستاسو بدن د بېرته انرژي اخیستلو جوګه وي، په دې مانا چې تاسې به وزن کم کړئ له دې پرته چې عضلې له لاسه ورکړئ.

دی وايي "دوامداره روژه د اوږدمهاله وزن کمولو لپاره سمه نه ده، ځکه بالاخره ستاسو بدن غوړ په انرژي نه بدلوي او د دې پر ځای تاسو له عضلې انرژي اخلئ. دا روغتیا ته تاوان رسوي، ځکه تاسې بدن بیخي ډېر وږی کېږي. "

د ده وړاندیز دا دی چې د روژې له میاشې وروسته د ۵:۲ فورموله "پنځه ورځې خوړل او ۲ ورځې روژه نیول" به روغتیا ته ګټه وره وي.

دی وایي "د روژې میاشتې ګټه دا ده چې هره ورځ به ستاسو بدن د بېرته انرژي اخیستلو جوګه وي، په دې مانا چې تاسې به وزن کم کړئ له دې پرته چې عضلې له لاسه ورکړئ. "