BBC
 شاته

د فلسطینیانو النکبه یا ناورین کومه ورځ ده؟

د مې ۱۵ مه هر کال فلسطینيان د النکبه، يا ناورين ورځې په دود يادوي. اويا کاله مخکې د ۱۹۴۸ کال د مې پر ۱۴ مه بريتانويانو فلسطين کې خپله واکمني پای ته ورسوله، او پر همدې ورځ د بريتانوي ځواکونو له وتلو سره د اسرائيلو لومړي صدراعظم يا لومړي وزير ډېوېډ بنګورين د اسرائيلو دولت جوړولو اعلان وکړ.

ورپسې د عربي هېوادونو او اسرائيلو ترمنځ جګړه ونښته، چې له امله یې ۷۵۰ زره فلسطينيان له خپلو او مېنو او کورونو وتښتېدل.

د همدې امله فلسطينان د مې ۱۵ مه، د النکبې يا ناورين ورځې په توګه يادوي.

امان الله عطا دا رپوټ چمتو کړی.