BBC
 شاته

شمالي وزیرستان: "ټوپک پوځ سره دی، خلک څوک وژني"

شمالي وزیرستان د انځور حقوق AFP

له ډيورنډکرښې سره څېرمه د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې د ولسي خلکو پرلت نن درېیمه ورځ لاهم روان دی او غوښتنه کوي، چې په یاده سیمه کې د هدفي وژنو لړۍ دي ودرول شي.

د ځايي وګړیو په خبره په تېره شاوخوا یوه میاشت کې په میرعلي او شاوخوا سیمو کې د ناڅرګنده وسله والو په ډزو کې لږ تر لږه لس تنه وژل شوي دي.

دغه پرلت چې د میرعلي په لويې څلورلارې دوام لري، پر خواله رسنیو يې د میرعلي سیټ ین #MirAliSitin په نامه هش ټګ جوړ شوی او ورسره د دغه پرلت په تړاو ويډيو او عکسونه خپرېږي.

د ځايي وګړیو په خبره درې ورځې وړاندې دغه اعتراض د موساکلیم په نامه د وروستي کس تر وژنې وروسته پېل شو. ښاغلی کلیم د مذهب پال جمعیت علما اسلام فضل الرحمان ډلې د یوه غړي مولانا دیندار خان زوی دی.

که څه هم ددغه اعتراض پېل د شمالي وزیرستان ځوانانو کړی خو اوس يې د پښتون ژغورنې غورځنګ هم د ملاتړ اعلان کړی او ان ځينې مشران يې یاد پرلت ته رسېدلي هم دي. د غورځنګ مشر منظور پښتین د ټيليفون پر کرښه بي بي سي ته ویلي، په میرعلي او شاوخوا سیمو کې د پاکستان پوځ له سرتېرو پرته هیڅوک وسله نه لري، خو بیاهم ناڅرګنده کسان ولسي وګړي وژني.

د منظور پښتین په خبره د پاکستان پوځ د نورو قبایلي سیمو په څېر د شمالي وزیرستان د وګړیو ان کورونه او تجارتي مارکېټونه هم ویجاړ کړل او څلور کاله يې پکې عملیات وکړل، خو لاهم وسله وال فعاله دي او لاهم پکې هدفي وژنې روانې دي.

د انځور حقوق FB
Image caption د پښتون ژغورنې غورځنګ یو بل مخکښ محس داوړ چې د شمالي وزیرستان اوسېدونکی دی.

د پاکستان پوځ په یاده سیمه کې په ۲۰۱۴ زېږدیز کال کې د وسله والو پر ضد د ضرب عضب په نامه عملیات پېل کړي و او د زرګونو وسله والو د وژلو ادعا یې کړې وه.

د همدې عملیاتو له امله د یادې سیمې شاوخوا یو میلیون کسان بې کوره شوي ول، چې د تېر عیسوي کال په وروستیو کې د پاکستان پوځ هغوی بېرته خپلو سیمو ته پرېښودل.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو بل مخکښ محس داوړ چې د شمالي وزیرستان اوسېدونکی دی، نن سه شنبه يې پر خپل ټويټر پاڼه لیکلي، چې د میرعلي د همدې پرلت پر لور روان دی او د اعتراض کوونکو پوره ملاتړ کوي.

د شمالي وزیرستان د یاد پرلت ګډونوال وايي، د پاکستان پوځ يې په سیمه کې د ضرب عضب په نامه عملیات کړي او ادعا يې کړې وه، چې یاده سیمه يې له هر ډول وسله والو پاکه کړې. دوی پوښتنه کوي، چې د بریالیو عملیاتو له ادعاو باوجود ولې بیاهم ولسي وګړي د ناڅرګندو کسانو په بریدونو کې وژل کېږي.

تېره اوونۍ د شمالي وزیرستان په هسوخېل سیمه کې د نجونو دوه ښوونځي د شپې په تیاره کې ناڅرګندو کسانو په بمونو الوزولي و، چې مسوولیت يې کومې وسله والې ډلې قبول کړی نه دی. خو په همدې سیمه کې په ورته وخت کې بیا د اتحاد مجاهدین شمالي وزیرستان په نامه یوې ډلې لخوا په یوه شپې پاڼه کې نجونو ته اخطار ورکړل شوی و، چې ښوونځيو ته دي نه ځي.