په هند کې توپان ۶۱ کسان وژلي
د هند د پلازمینې په ګډون څلورو ایالتونو کې د شپې لخوا باد او توپان کې ۶۱ کسان وژل شوي.
چارواکو ویلي راتلونکې ورځې به موسم خراب وي او د مړو د شمېر زیاتېدو اندېښنه هم شته.
د شمېرو له مخې په اترپردېش ایالت کې ۳۸ کسان وژل شوي، اندراپردېش کې بیا ۱۲، په بنګال کې ۹ او په ډیلي کې بیا د دوو کسانو د مړینې معلومات رارسېدلي.
په اتراپردېش کې د ۵۰ کسانو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوی.
په ډیلي کې تېره شپه د ۱۰۹ کیلومتره في ساعت باد و چې په سلګونو ونې یې رانسکورې کړې، ټرافیکي سیستم یې خراب کړ او د ډیلي میټرو او هوایي ډګر یې هم اغیزمن کړل. له ۷۰ ډېرې الوتنې وځنډېدلې.
په دغو څلورو ایالتونو کې بیړني حالات اعلان شول.
د اندراپردېش د خدماتو کمېشنر بي بي سي ته ویلي "چې حکومت زیانمنو شویو کسانو ته د رسېدو هڅه کوي. "
په ډیلي کې د چټک باد امله ونې غورځېدلې چې یوه ښځه یې ځای پر ځای وژلې.
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په توپان خپګان څرګند کړی او په یوه ټویټ کې یې ویلي "د هېواد په څو ایالتونو کې توپان خلکو ته مالي او ځاني زیان اړولی. دوی ویرجنو ته دعا کوي او زیانمنو ته به ورسېږي. "
له دې مخکې د روان کال د مې په درېیمه نېټه توپان کې هم په سلګونه کسان وژل شوي وو.
۔