شاته

غني: د ښاروالانو صلاحیتونه باید قانوني شي

د افغانستان ولسمشر د ښاروالانو په دویم ملي کنفرانس کې وویل، ناکامه ښاري سیستم افغانان کړوي او ښاروالان باید دې برخې ته جدي پام وکړي.

افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی، چې ان پایتخت یې د ترانسپورټ، کانالیزایسون، اوبو رسونې او د شنو سیمو له پلوه یو منظم ښاري سیستم نه لري.

د افغانستان حکومت هم مني، چې که څه هم خلک د صفایۍ مالیه ورکوي، خو بیا هم د ښارونو اوسیدونکي له یو ناکامه ښاري سیستم څخه کړیږي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ښاروالانو دویم ملي کنفرانس ته چې په ارګ کې جوړ شوی وو وویل، خلک د ټولنې بنسټ جوړوي او باید ورته جدي پاملرنه وشي.

د ولسمشر غني پر وینا، باید د افغانسان ټول وګړي د ښه ژوند لپاره یو خوندي چاپیریال ولري.

ښاغلي غني ښاروالانو ته خبردارۍ ورکړ، چې د هغوی د بریا معیار د افغانانو لپاره د یو ښه ښاري چاپیریال په رامنځ ته کولو کې دی.

هغه په دولتي ادارو کې د همغږۍ او د یو منظم ښاري سیستم د نشتوالي یادونه وکړه او وې ویل "موږ اساسي قانون ته ژمن یو چې ښاروالۍ انتخابي کړو او له همدې امله مو ځوانان په ښاروالیو کې ګمارلي دي چې کافي تګلارې او فرصتونه ولري او سبا وټاکل شي.

د ښاروالیو په قانون کې تعدیلات یو له هغو ستونزو څخه ده، چې د افغانستان ښاروالان ورسره لاس او ګریوان دي.

په اوس وخت کې د طالبانو له خوا د ښاروالیو جوړ شوی قانون په افغانستان کې تطبیق کیږي.

ښاغلي غني د ښاروالیو د انتخابي کیدو په برخه کې د ښاروالۍ د قانون پر اصلاحاتو ټینګار وکړ او وې ویل "د دې لپاره چې ښاروالۍ انتخابي شي موږ باید قانون او بنسټونه اصلاح کړو، چې سبا د ښاروالۍ بنسټ د یو انتخابي ادارې په توګه د داسې یو ظرفیت درلودونکی وي، چې ښکاره تګلاره ولري".

د افغانستان د ټاکنو د قانون له مخې د جمهوري ریاست څوکۍ، د ولسي جرګې، ولایتي شوراګانې او د ولسوالیو شوراګانو په ګډون د ښاروالۍ څوکیو لپاره هم باید ټاکنۍ وشي، خو لا تر اوسه د ښاروالانو ټاکنۍ په دغه هیواد کې ترسره شوې نه دي.

په اوس وخت کې د کابل په ګډون د یو شمیر ولایتونو ښاروالۍ د سرپرستانو له خوا پر مخ وړل کیږي.

د ځمکو غصب هم یو له هغو ستونزو څخه ده چې د ښاروالانو کاري چارې یې له ننګونو سره مخ کړې دي.

د افغانستان د اراضیو د ادارې د شمیرو له مخې شاوخوا څلور نیم میلیون جریب ځمکه په ټول افغانستان کې غصب شوې، چې اکثره غاصبین یې زورواکان دي.

په همدې حال کې تیره پنجشنبه د غور ولایت ښاروالۍ، د زورواکانو له خوا د دغې ادارې د ځمکو د غصب په وړاندې او د سیمه ایزو چارواکو د بې غورۍ له امله د اعتراض په توګه خپل کارونه په ټپه ودرول.

ولسمشر غني هم مني، چې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې دولتي ځمکې غصب شوې دي، چې ښاروالۍ یې په بیرته ترلاسه کولو کې پاتې راغلي.

دغه راز په پلازمینې کابل کې د چارواکو پر وینا د حکومت د ناکامۍ له امله د ځمکو او د استوګنې کورونو نږدې اویا فیصده اسناد لا هم عروفي دي.