BBC
 شاته

'د سلمان خان نوی فلم د ګټې پر لور'

Image copyright YRF films
Image caption سلطان د یوه پهلوان پر کېسه جوړ شوی فلم دی، چې د کور کلي له سیالیو مسلکي سیالي ته مخه کوي.

د هندي سینما وتلي ستوري سلمان خان یو ځل بیا ثابته کړې، چې د عاید له پلوه تر خپلو سیالانو مخکښ دی.

سلطان د نوموړي وروستی فلم دی، چې د عید پر ورځ نندارې ته وړاندې شو او رپوټونه وايي، چې تر اوسه یې نژدې ۲۱۹ میلیارده روپۍ ګټلې دي.

د هندوستان ټایمز ورځپاڼې رپوټ کې ویل شوي، چې ښايي دغه فلم د عاید له پلوه پخواني جوړ شوي ریکارډونه مات کړي.

تر اوسه د هندي سینما په تاریخ کې د عامر خان ( پي کي ) هغه فلم دی، چې د عاید له مخې تر نورو مخکښ بلل کېږي.

پي کي ۳۴۰ میلیارده روپۍ ګټلې دي. خو یاد فلم دغه پېسې په څو اونیو کې ګټلې او ماهرین وايي ښايي سلطان د دغه فلم د عاید ریکارډ هم مات کړي.

له دې مخکې د سلمان خان بجرنګي بهايي جان نومي فلم په څلورو ورځو کې ۱۳۰ میلیارده روپۍ ګټلې وې، چې اوس اټکل کېږي د نوي فلم عاید به یې له پخواني هغه هم مخکې شي.

سلطان د یوه پهلوان پر کېسه جوړ شوی فلم دی، چې د کور کلي له سیالیو مسلکي سیالي ته مخه کوي.