شاته

د سوریې په شمال کې د امریکا د متحدینو ترمنځ نښتې

د سوریې په شمال کې د سوریې د حکومت د مخالفو وسله والو چې ترکیه یې ملاتړ کوي او د کردي وسله والو ترمنځ نښتې شوي دي. دغه دواړه خواوي د داعش په خلاف د امریکا متحدین ګنل کیږي.

د ترکیې د اناتولیا خبرې آژانس ویلي دي چې د کردي وسله والو په یوه راکټي برید کې یوه ترکي عسکر وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

د سوریې د دیموکراتیکو قوتونو وسله والو ویلي دي چې د ترکیې جنګي الوتکو د جرابلس په جنوب کې په دوی بریدونه کړي دي.

د سوریې د دیموکراتو قوتونو وسله وال زیاتره کردان دي او امریکا یې ملاتړ کوي.

د جرابلس ښارګوټی د چهارشنبې په ورځ ترکانو ونیوی خو اوس داسې رپوټونه شته چې دغه ښارګوټی د سوریې د دیموکراتیکو قوتونو د ډلې لخوا کنټرولیږي.

تر اوسه پورې په نښتو کې د ترکیې د عسکر د وژل کیدو نه بغیر د نورو تلفاتو په اړه څه نه دې ویل شوي.

غربي هیوادونه د دغو نښتو په اړه دا تشویشونه پیدا کړي چې په سوریې کې د ترکیې د پوځ د عملیاتو هدف دا دی چې دواړو داعش او کردي وسله وال وځپي.

دغه کردي وسله وال د ‎‎ واي پي جي یا د کردانو د خلګو د ساتلو د واحدونو په نامه یادیږي.

امریکايي چارواکو ویلي دي چې واي پي جي د اسلامي دولت په خلاف جګړه کې مهم ملګري دي.

خو ترکیه بیا د دغه ډلې نه غواړي چې د هغو سیمو نه ووځي چې د داعش نه یې د ترکیې سرحد ته نږدې نیولي دي.

بل پلو ته، د سوریې لپاره د ملګروملتونو خاص استازي سټیفن دې مستورا ویلي دي چې یو ځلي چې د سوریې د حلب په ښار کې اوربند اعلان شي نو دوی اماده دي چې دغه ښار ته بیړني غذايي مواد ورورسوي.

د سوریې د بشري حقونه ډله چې مرکز یې په لندن کې دی ویلي دي چې د سوریې هليکوپټرو دوه بیلري بمونه په حلب کې اچولي دي.

دغه ډلې ویلي دي چې یو بم په یوې خیمې باندې لګیدلی دی چې پنځلس کسان چې ۱۱ یې ماشومان وو وژل شوي دي.