شاته

بوټې د هوا په پاکوالي کې څومره ګټور دي؟

د هوا ککړتیا که په کور کې دننه وي یا بیرون د خلکو لپاره د عامې روغتیا په برخه کې یوه غټه ستونزه ده. ډاکټران وایي چې که چیرته په کور کې دننه هوا ککړه وي، د انسان لپاره یې خطر زیات وي ځکه چې د کور د مختلفو شیانو نه کیماوي مواد خارجیږي او بیا مونږ هغه تنفس کوو. خو په یوې نوې څیړنې کې دا ثابته شوې چې که چیرته په کور کې دننه نباتات موجود وي، د هوا د ککړتیا مخه نیولی شي.

د نباتاتو نه بغیر انسانان ژوند نشي کولی ځکه چې هغوي هغه کاربن ډای اکسایډ جذبوي چې د انسان د وجود نه راووځي. او په بدل کې نباتات اکسیجن خارجوي او مونږ یې تنفس کوو. د متحده ایالاتو د نیویارک ایالت د اوسویګو په پوهنتون کې څیړونکی ودود نیري وایي انسانان پدې خاطر نباتاتو ته ضرورت لري چې د هغوي نه خارج شوی اکسیجن اخلي.

" هر انسان په اوسط ډول هره ورځ د دریو زرو ګلنو په شاوخوا کې هوا تنفس کوي او د دریو دقیقو نه زیات بې سا اخیستلو سړی ژوندی نه پاتې کیږي. دا پدې معنی چې د هوا پاکوالی او ککړتیا د انسان په ژوند کې ډیر اهمیت لري او مونږ د سا اخیستو د پاره پاکې هوا ته بیخي زیاته اړتیا لرو. "

ساینس پوهان او ډاکټران وایي چې په کور کې دننه د هوا ککړتیا چې د کیماوي موادو له وجې پیدا کیږي، د بیرون د هوا نه درې یا پنځه چنده زیاته خرابه وي. په ساینسي لحاظ کوم کیمیاوي مواد چې په کور کې پیدا کیږي، د بدلیدونکو عضوي مرکباتو په نامه یادیږي. پدې مرکباتو کې بنزین او فارمل ډیهاډ شامل دي چې په انسانانو کې د سرطان د ناروغۍ سبب کیږي. دغه مرکبات د کور د رنګ، فرش، قالینو، فرنیچر، د چاپ ماشین یا پرنټر او ذخیره شویو پطرولو نه پیدا کي.

په کور کې د هوا د ککړتیا له وجې ګنګسیت، سا لنډي او ډول ډول حساسیتونه پیدا کیږي.
په عنعنوي توګه خلک د خپلو کورونو نه ککړه هوا د فلټرونو له لارې بهر ته باسي او د بیرون تازه هوا د همدې فلټرونو له لارې د کور دننه ځي. ښاغلي نیري وایي دغه فلټرونه چې په برق چلیږي، لګښت یې زیات دی او هر څوک یې نشي اخیستی.

" مونږ پدې فکر وکړ چې د کور نه د ککړې هوا د ایستلو لپاره باید یوه داسې لار پیدا کړو چې هم ارزانه وي او هم آسانه. "

څیړونکو معلومه کړیده چې یوه تر ټولو غوره او آسانه لار دا ده چې په کور کې دننه نباتات وساتل شي. دغه نباتات کاربن ډای اکسایډ او نور مضر غازونه په کور کې جذبوي.
پدې خاطر چې څیړونکي معلومه کړي چې کوم بوټی په کور کې دننه مضر غازونه ښه جذبولي شي، هغوی پنځه ډول بیلا بیل بوټي په یو کور کې کيښودل. پدې کور کې اته ډوله بدلیدونکي عضوي مرکبات یا کیماوي مواد لیدل کیدل او هغوي غوښتل معلومه کړي چې کوم بوټی کوم مواد ښه جذبولی شي.

څیړونکی ودود نیري وایي داسې بوټي هم هغوي تشخیص کړل چې په یو وخت کې یې څو ډوله مرکبات او کیماوي مواد جذبول او ځیني بوټي بیا داسې و چې یوازې یو ډول مرکب یې جذباوه.

" مونږ دا وړاندیز کوو چې د یو بوټي پر ځای دې څو ډوله بوټي په کور کې وساتل شي ځکه چې هر بوټی د هوا د پاکولو لپاره مختلف مضره مواد جذبوي. داسې دې هم نه کیږي چې پنځه یو ډول بوټي دې وساتل شي."

د امریکا د هوایي فضا یا ناسا ادارې په 1984 میلادي کال کې پدې کار کاوه چې په فضا کې د هوا د پاکوالي لپاره د بوټو نه کار واخلي. ودود نیري وایي همدې کار هغه هم وهڅاوه چې په کورونو کې د هوا د پاکوالي لپاره په بوټو تحقیق وکړي.