د فرانسې بريد: يادښتونه
د فرانسې په سوېلي ښار نیس کې د ملي ورځې لمانځنې په مراسمو کې یوه لارۍ د خلکو پر ګڼې ګوڼې بېول شوې چې تر ۸۴ کسان یې وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي.
د پېښې په ځای کې د خلکو د يادښتونو په اړه د بي بي سی پښتو له دې نقشې نور معلومات ترلاسه کولی شی.
-
1. د بريد پيل
×عيني شاهد، بېډي مولان
دا لارۍ د سړک بلې غاړې د پلي تګ لارې ته پورته شوه او بيا هره خوا د ټکر، چيغو اوازونه اورېدل کېدل
-
۲. خلک ووژل شول
×وسيم بوهليل، د نيسن اوسېدونکی
'لارۍ موټر يوه او بله خوا روان و، هېچا ته نه وه معلومه چې څه کېږي، مېرمن مې له ما يو متر لرې وه او ووژل شوه'
-
3. د لارۍ چلوونکی ووژل شو
×عيني شاهد، نادر الشافعي
'ما چې کله دی وليد چيغې مې پيل کړې او لاس مې خوځاوه چې ودرېږي، ده خپله تومانچه راويسته او پر پوليسو يې ډزې پيل کړې'
-
4. د سمندر پر لور تېښه
×رايي کيلي، بي بي سي خبريال
'کله چې زه بېرته تلم، ما يو دم چيغې واورېدې او خلک د ليونو په څېر بېرته تلل او پوليس د پېښې ځای ته منډې وهلې'.
-
5. د سمندر پر لور تېښته
×عيني شاهد، کولين واستو
'موږ د نيس ښار پخوانۍ سيمه کې ناست وو، چې زرګونو خلکو زموږ پر خوا منډې پيل کړې، له مخونو يې وېره له ورايه ښکارېده'