BBC
 شاته

"غایطه مواد" د یوه ناروغ ژوند ژغورلی شي؟‌

بل ته د غایطه موادو اچولو توضیحي شکل

بل کس ته "غایطه موادو اچول"؛ ښايي له دې جراحي کاره مو کرکه وشي، خو په ورته وخت کې د یوه انسان ژوند ژغورلی شي.

له دې عملیې هدف دا دی چې د ناروغ د هاضمې سیستم کې نوي ګټور میکروبونه زرع یا ځای پرځای کېږي.

دا کار د مهمو میکروبونو پر رول هم رڼا اچوي، چې زموږ د بدن په هره برخه کې شته او زموږ د روغتیا لپاره ګټور دي او د بشري انساجو په هره برخه کې یې ځای نیولی.

د انسان کولمې بېلابېل ډېر کوچني ژوندي ژوي لري چې له یو او بل او له بشري انساجو سره فعالیت کوي.

د بدن کولمې او تیاره نړۍ یې چې اکسیجن پکې نه شته، د الوتونکو غازاتو یا د ساحلي مرجان د یوه بډایه چاپېریال په نوم یادېږي.‌

د "کلوسټریډیوم ډیویسیل" په نوم باکتریا پر کولمو غلبه کولی شي.

دغه ډول باکتریا ان د انټي بیوټیک درملو په مټ د ناروغانو په رغېدو سره بیا هم پټه پاتېږي.

که څه هم انټي بیوټیک درمل د اوسنۍ زمانې یوه معجزه ګڼل کېږي، خو مضرې او ګټورې باکتریاوې دواړې وژني.

د عملیې څرنګوالی

د کلوسټریډیوم ډیویسیل باکرتیا ستونزه هله پټه پاتېږي، چې ناروغان هره ورځ په اوبلن او خوني نس ناستي اخته وي،‌ سربېره پردې یې په ګیډه کې تشنج او ګډوډي رامنځ ته کېږي، د تودوخې کچه یې لوړېږي او په ناوړه حالاتو کې یې وړجنوالی (عفونت) زیاتېږي. غوره درملنه یې انټي بیوټیک ګڼل شوي.

د غایطه موادو لګولو د عملیې یا په دقیقه معنا "په غایطه موادو کې د جراثیمو زرع کول" موخه د یوه ناروغ انسان په کولمو کې د یوه سالم انسان د میکروبونو ځای پرځای کول دي.

په دې حالت کې غوره دا ګڼل شوې چې د ناروغ له یوه خپلوان نه ګټه واخیستله شي، ځکه چې باکتریاوې یې غالباً سره ورته وي.

د نمونې په اخیستو سره، هغه له اوبو سره ګډېږي. د نمونې اخیستو لپاره دوې لارې دي: د خولې له لارې یا مستقیماً د ...‌ له لارې!.

د واشنګټن د "پسیفیک نارټ وېسټ" ملي ازمېښتځي د میکروبونو چاپېریال پوهې جانیت جانسن ناروغ ته د غایطه موادو د اچولو عملیه کې برخه اخیستې ده.

ناروغ یوه ۶۱ کلنه ښځه وه چې ټیک اته میاشتې له مزمن نس ناستي کړېده او خپل ۲۷ کیلوګرامه وزن یې له لاسه ورکړی و.‌

جانسن وویل:‌ "هلته د حل لپاره لېوالتیا ډېره وه، هغه د کلوسټریډیوم ډویسیل باکتریا د عفونت له کبله د مرګ څورګې ته رسېدلې وه او ټول انټي بیوټیک نابریالي شول".

ډاکټرانو د هغې له تندرست مېړه نه د غایطه موادو نمونه واخیسته.‌

جانسن بي بي سي ته وویل،‌ د عملیې په بریالیتوب سره حیرانه شوه:‌

"ناروغې له دې عملیې دوې ورځې وروسته په طبیعي ډول ساراګشت وکړ،‌ همدارنګه د کولمو حرکت هم طبیعي شو او ناروغه رکه روغه شوه."

دا زیاتوي: "د میکروبونو چاپېریال کې د یوې ډاکټرې پ‍ه توګه ویلی شم چې دا غیر طبيعي کار دی. موږ ولیدل چې له مزمنې ناروغۍ نه روغه شوه،‌ او صحي میکروبونه یې هم کټ مټ لکه د مېړه د میکروبونو په شان شول."

شنونکي وايي، د دې عملیې د بریا کچه په سلو کې ۹۰ اټکل کېدای شي.

خطرونه

ډاکټران په هر هغه ناروغ کې چې دا ډول ستونزه لري د میکروبونو او بشري جسم ترمنځ تفاعل څېړي.‌

د ۲۰۱۵ کال رپوټونه وايي، د یوې مېرمنې ۱۶ کیلوګرامه وزن هغه وخت ډېر شو، چې د خپلې لور په مټ یې ورته جراحي عملیات وشول.

ښايي د هغو موږکانو وزن هم ډېر شي چې تجربې ورباندې کېږي.‌

په دې عملیه کې دا خطر هم شته چې د ناروغیو مسبب خطرناک میکروبونه هم ولېږدي.

د ویلکم سانګر انستېتیوت تریفور لاولي ویلي، راتلونکې درملنې باید ډېرې دقیقې او هدف ټاکونکې وي.

دی زیاتوي: "غایطه مواد یوه نامحدوده ټولګه ده، کله چې درمل خورئ، نو له هرڅه وړاندې باید د ناروغ پر سلامتیا خپل پام ورټول کړئ".د "غایطه موادو اچول" څنګه د یوه ناروغ ژوند ژغورلی شي؟