BBC
 شاته

د کرېکټ نړیوال جام د لوبو مهالوېش اعلان شو

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د اسټرالیا پر ضد کوي

د کرېکټ نړیوالې شورا د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام سیالیو د لوبو مهالوېش اعلان کړ.

دا لوبې به د راتلونکي کال د مې میاشتې پر دېرشمه نېټه پیلېږي. په لومړۍ لوبه کې به کوربه هېواد انګلستان له سویلي افریقا سره مخامخ کېږي.

افغانستان به په دې سیالیو کې خپله لومړنۍ لوبه د جون میاشتې پر لومړۍ نېټه د اسټرالیا پر ضد په برېسټل ښار کې ترسره کوي.

په دې سیالیو کې شریکې لس لوبډلې به ټولې د یو بل پر ضد لوبېږي. دا په دې مانا ده چې افغانستان به هم لږ تر لږه ۹ لوبې کوي.

په نورو مهمو لوبو کې هند او پاکستان ترمنځ لوبه د جون د میاشتې پر ۱۶مه نېټه په مانچسټر ښار کې ترسره کېږي.

په نړیوال جام کې د افغانستان د لوبو مهالوېش په لاندې ډول دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption هند او پاکستان به د جوم پر ۱۶مه په مانچسټر کې لوبه کوي

۱جون - د اسټرالیا پر ضد برېسټل ښار کې

۴ جون - د سريلانکا پر ضد کارډېف ښار کې

۸ جون - د نوي زیلاند پر ضد په ټاونټن ښار کې

۱۵ جون - د سویلي افریقا پر ضد په کارډېف ښار کې

۱۸ جون - د انګلستان پر ضد په مانچسټر ښار کې

۲۲ جون - د هند پر ضد په ساوت همپټن ښار کې

۲۴ جون - د بنګله دېش پر ضد په ساوت همپټن ښار کې

۲۹ جون - د پاکستان پر ضد په لیډز ښار کې

۴ جولای - د وېسټ انډيز پر ضد به لیډز ښار کې

د ۲۰۱۹ کال د کرکټ نړیوال جام دا لوبې به د انګلستان او وېلز په ۱۱ بېلابېلو ښارونو کې کېږي.

پایلوبه به د جولای میاشتې په ۱۴مه نېټه د لندن په لارډز لوبغاړي کې کېږي.

دا به پنځه ځل وي چې د لارډز لوبغالی د نړیوال جام د پایلوبې کوربه توب کوي.