BBC
 شاته

''له درېیو - یو افغان ماشوم له واکسینو پاتې دی''

افغانستان د انځور حقوق AFP/GETTY IMAGES

افغانستان کې د واکسین اونۍ په مناسبت د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یونیسف ویلي، تېر کال د دغه هېواد له هرو درېیو ماشومانو چې عمر یې له یوه کاله کم دی، یو د ناروغیو مخنیوي له واکسینه محروم پاتې شوی.

یونیسیف په یوه اعلامیه کې ویلي، تېر کال افغانستان کې له ۱۶۰ زرو تر ۲۰۰ زرو پورې داسې ماشومانو ته هېڅ ډول واکسین نه دی ورکړل شوی، چې عمرونه یې له یوه کاله کم دي.

ماهرین وايي، له دې کبله نه یوازې هغه ماشومان چې له واکسینه پاتې دي له خطر سره مخامخ دي، بلکې شاوخوا کې یې نور ماشومان هم له روغتیايي خطر سره مخامخېږي.

د انځور حقوق AFP
Image caption کارپوهان وايي، لرې پرتو سیمو ته د روغتیايي کارکوونکو ستونزمن تګ راتګ د واکسین پر وړاندې له خنډونو یو دی

نا امنه سیمو ته د روغتیايي کارکوونکو نه رسېدل، روغتیايي مرکزونو ته د نا امنیو له کبله د لرې پرتو سیمو د خلکو محدود تګ راتګ او دغه راز د جګړو له کبله د خلکو بې ځایه کېدل له واکسینو د محرومتیا سببونه بلل کېږي.

د افغانستان عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز وايي:

''واکسین د ماشومانو حق دی او موږ باید د ګوزڼ او سکاروي (نمونیا-سینه،بغل) غوندې وژونکو ناورغیو له خطره د ماشومانو ژغورنې لپاره ټولو ماشومانو ته د واکسین رسولو اقدامات چټک کړو. ''

واکسین اونۍ هر کال د اپریل میاشتې له ۲۴ تر ۳۰ مې پورې په دې موخه لمانځل کېږي، چې د خطرناکو ناروغیو مخنیوي لپاره ماشومانو ته د واکسین ورکولو په تړاو عامه پوهاوی ډېر شي.

د سږ کال لپاره 'په شریکه د واکسین چارو خوندیتوب ' شعار ټاکل شوی دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption چارواکي وايي، د ټولو ماشومانو واکسین لپاره به هڅې چټکې کړي.

د سږ کال لومړیو کې د ګوزڼ مخنیوي واکسین دویم پړاو پر مهال افغان چارواکو وویل غواړي سږکال دې ته ورته نهه نور کمپاینونه هم ترسره کړي.

"شپږ میلیون افغان ماشومانو ته به د ګوزڼ ضد واکسین ورکړل شي"

پاکستان هغو افغانانو ته ویزه نه ورکوي، چې پولیو واکسین یې نه وي کړي

د پاکستان او نایجېریا په ګډون افغانستان هم په هغو هېوادونو کې دی چې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي پکې په بشپړ ډول له منځه نه ده وړل شوې.