کابل کې د پېژندپاڼو پر مرکز ځانمرګی برید: عکسونه
-
Getty Images
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، برید ځانمرګی و او د پېژندپاڼو اخیستونکو کتار کې شوی دی.
-
Getty Images
د روغتیا وزارت ویاند وحید مجروخ د بي بي سي خبریال محفوظ ذبیدي ته وویل، چې په دې پېښه کې ۵۷ کسان وژل شوي ۱۱۹ ټپيان دي.
-
Getty Images
د افغانستان د روغتيا وزارت چارواکي وايي، په دې پېښه کې ټول وژل شوي کسان ولسي وګړي دي چې ماشومان او ښځې هم په کې شامل دي.
-
EPA
د سیمې خلکو د قربانیانو پېژندلو لپاره هغه پېژندپاڼې چې نوي اخیستل شوې یا د تایيد لپاره راوړل شوې وې هماغې نږدې سمیه کې په سړک ایښې چې د قربانیانو کورنۍ يې په اسانۍ وپېژني او خپلوان يې پرې خبر شي.
-
Getty Images
داعش ډلې پر د دې بريد مسووليت منلی دی
-
BBC
د تذکرو وېش د رای ورکوونکو د نوم لیکنې له پاره اړین دی او ددغه بهیر د پیل په یوه اوونۍ کې د افغانستان په یو شمېر برخو کې د نوملیکنې پر مرکزونو یو لړ بریدونه شوي دي