BBC
 شاته

"د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران خوشي شول"

د "پښتون ژغورنې غورځنګ" غړو اعلان کړی چې د دوی یو شمېر هغه مشران چې شنبې (۲۱ اپرېل) د پنجاب ایالت په لاهور ښار کې نیول شوي وو، د شپې ناوخته بېرته خوشي شول.

پر خواله رسنیو په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د دې غورځنګ مهم غړي لکه علي وزیر، عصمت شاه جهان او ځیني نور تر خوشي کېدو وروسته له خپلو پلویانو سره ناست دي.

د دې غورځنګ يوې مشرې عصمت شاه جهان ويلي، د پنجاب پولیسو د دوی د نیولو پر وخت له "زور زیاتي" کار واخیست.

یاد غورځنګ د یکشنبې پر ورځ په لاهور کې د یوې عامې جلسې کولو هوډ لري.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي، لاهور ځايي چارواکو غورځنګ ته په دغه ښار کې د ولسي غونډې اجازه نه وه ورکړې او وايي، پولیس له همدې لارې د دوی د یکشنبې ورځې غونډه "ناکامول " غواړي.

بل خوا د لاهور ښار امنیتي چارواکو یو شمېر سیمه ییزو رسنیو ته ویلي، د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي د دوی لخوا نه وو نیول شوي.

د لاهور ښار امنیتي او استخباراتي کومیټې پښتون ژغورنې غورځنګ ته د یکشنبې پر ورځ د جلسې کولو اجازه نه وه ورکړې.

چارواکي زیاتوي، د دې غورځنګ یو شمېر مشران یې یوازې د دې لپاره ور بللي وو چې د یادې جلسې د انتظماي چارو په اړه ورسره خبرې وکړي.

Image caption د پېښور غونډه

د خپلو یو شمېر غړو تر نیول کېدو وروسته د دې غورځنګ مشر منظور پښتین پر فېسبوک خپره شوې یوه ویډیو کې پر خپلو ملاتړو غږ وکړ چې راووځي او په لوی شمېر د لاهور په جلسه کې ګډون وکړي.

ښاغلي پښتین پر خپلو پلویانو ټینګار وکړ چې د احتجاج پر وخت باید پُر امنه و اوسي او تاوتریخوالي رامنځته نه کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د روانې میاشتې په اتمه نېټه د پېښور په ولسي غونډه کې اعلان کړی و، چې د اپرېل پر ۲۲مه به په لاهور کې د "ردالفساد" په نامه ولسي غونډه کوي او د پنجاب ولس ته هم پر دوی د پاکستاني پوځ له لوري د شوي ظلم کېسې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پېښور په غونډه کې د غورځنګ غړو پرېکړه وکړه چې راتلونکې غونډه به یې د اپریل پر ۲۲مه (سبا) په لاهور او ۲۹مه به په سوات کې وي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د دې نه وړاندې په اسلام اباد، کوټې، شمالي وزیرستان او پېښور په ګډون بېلابېلو ښارونو کې د خلکو د لادرکه کېدو، قبایليو کې بنسټیز بشري حقونو او په کراچۍ کې د وژل شوي قبایلي وګړي نقيب مسید په وژنې تورن پخواني پولیس چارواکي ته د سزا ورکولو غوښتنه لري.