BBC
 شاته

خوست کې د نري رنځ ګواښ

خوست کې د عامې روغتیا اداره وایي هلته یې تېر کال د توبرکلوز یا نري رنځ ۷۳۵ پېښې ثبت کړې دي. دوی وایي، خوست ولایت لا هم د توبرکولوز ناروغۍ له ګواښ سره مخ دی. خو خوستیان حل لار لټوي.

هلته دا مهال په ۱۵ روغتیایي مرکزونو کې د دغې ناروغۍ درملنه او د مخنیوي لپاره یې خلکو ته عامه پوهاوی هم ورکول کېږي.