BBC
 شاته

چارواکو ته لاس نه ور کولو یوه مسلمانه د فرانسې له وګړتوب بې برخې کړه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا مېرمن وايي، د دیني باور له امله یې چارواکو ته لاس ور نه کړ.

فرانسه کې یوې محکمې تاييد کړه چې د الجزاېرۍ ښځې د فرانسې د وګړتوب غوښتنه یې په دې رد کړه چې نوموړې نارینه چارواکو ته له لاس ور کولو ډډه وکړه.

د ښځې نوم نه دی خپور شوی خو ویلي یې دي چې د خپل مذهبي باور له مخې یې د وګړتوب د اسنادو د ورکړې مراسمو کې چارواکو ته لاس ور نه کړ.

اړوند چارواکو ویلي، له دې ښکاري چې "دا ښځه د فرانسې ټولنې سره جوړه نه راځي" او په همدې یې د نوموړې د وګړتوب غوښتنه رد کړې.

نوموړې د فرانسې لوړه قضايي محکمه کې اعتراض وکړ خو دغې محکمې هم پخوانۍ پرېکړه تایید کړه.

ښځې ولې په فیسبوک کې بحث نه کوي؟

کوهستان کې ښځې په موبایل ساتلو وژل کېږي!

په هند کې ولې ښځې تر نارینه وو زیاتې په سرطان اخته کېږي؟

دې الجزایرۍ په ۲۰۱۰ میلادي کال کې له فرانسوي سره واده کړی.

په ۲۰۱۶ کال د وګړتوب د ورکړې مراسمو کې- چې د فرانسې په ګرنوبل کې جوړ شوي وو- دغې ښځې په جلسه کې ناستو چارواکو ته د لاس له ور کولو ډډه وکړه.

په همدې د نوموړې د وګړتوب غوښتنه و نه منل شوه، د فرانسې دولتي چارواکو وویل، د هغې دې مذهبي کار دا وښودله چې "د فرانسې له ټولنې سره توپیر لري. "

AFP/Getty

د انځور حقوق AFP/Getty
Image caption د فرانسې ولسمشر د هغو کسانو په ډله کې چې نوي د دغه هېواد وګړي شول.

دا هغه یو لامل دی چې پر بنسټ یې ډولت د هغو کسانو د وګړتوب غوښتنلیکونه ردولی شي چې د واده کولو له لارې غواړې د فرانسې وګړتوب ترلاسه کړي.

الجزایرۍ ښځې دا پرېکړه له واک ناسمه استفاده وبلله خو د ښار شورا دا پرېکړه پلې کړې ده.

په ۲۰۱۶ کال د سویس یوې ځايي محکمې پرېکړه وکړه چې په دغه هېواد کې د یو ښوونځي دوه مسلمان زدکوونکي مکلف دي خپلې ښوونکې ته لاس ورکړي کنه جریمه به پرې کوي.