BBC
 شاته

افغان کرېکټ بورډ ۴۳ لوبغاړي هند ته د روزنې لپاره لېږي

د انځور حقوق Acb

افغان کرېکټ بورډ د ملي لوبډلې او کورني کرېکټ د هغو لوبغاړو لپاره په هند کې یو روزنیز کمپ پرانیځي، چې د تېر کال په لوبو کې ښه ځلېدلي دي.

په پام کې ده، چې په دغه بهیر کې به ۴۳ لوبغاړي په درېو پړاوونو کې هند ته واستول شي.

کرېکټ بورډ په خپله وېبپاڼه کې وايي، چې د افغانستان مشر کوچ او د توپ اچونې او توپ نیونې روزونکي دغه لوبغاړي روزي او ځيري:

"بیا به پریکړه کوي چې کوم شمیر نوي لوبغاړي د ملي لوبډلې برخه وګرځوي".

د کرېکټ بورډ چارواکي وايي، تر روزنې وروسته به ځینې نوي لوبغاړي ملي لوبډلې ته ووځي.

د بورډ د رسنیو د څانګې مشر لطف الله ستانکزي بي بي سي ته وویل، دا روزنه به د را تلونکي کال تر نړیوال جام پورې وي او د لوبډلې په پیاوړي کولو کې به مرسته وکړي.

د هغه په خبره، د ملي لوبډلې پر لوبغاړو سربېره کوم لوبغاړي چې کورني کرېکټ کې یا د ۱۹ کلنو کرېکټ کې ښه ځلېدلي له هغو دا لوبغاړي غوره شوي دي.

د نوموړي په خبره، دا لوبغاړي به د کرېکټ ملي لوبډلې مشر روزونکی هم ګوري

"له دې لوبغاړو به د بنګله دېش سره د سیالۍ او بیا د هند سره د پنځه ورځنیو ازمېښت لوبو لپاره لوبغاړي غوره کېږي".

هغه دا هم وویل، چې د ۲۰۱۹ کال تر جون پورې کار په همدغو لوبغاړو کار کېږي، چې د نړیوال جام سیالیو ته تیار شي.