BBC
 شاته

ممبی کې پر پلاستيکو بنديز

د پلاسټيک پاتې شونې، او دا چې څه بايد ورسره وشي، په يوه داسې ستونزه اوښتي، چې اوس د نړۍ لروبر هر هېواد ورسره مخامخ دی. د حل لارو چارو راكتلو لپاره یې د هند يو تر ټولو لوی ايالت پر ډېرو پلاسټيکو توليداتو بنديز لګولی دی.

دې ګام يې پراخ ملاتړ ګټلی دی. خو د پلاسټيک جوړولو شرکتونو په دې کار سره د تاوانونو او دندو بايللو خبرداری ورکړی، چې په وينا يې ښايي شمېر يې ان لسګونو زرو ته ورسېږي.