BBC
 شاته

کندهار کې د فوټبال لوبې غوړېدا هلې ځلې

په کندهار کې د فوټبال لوبې د بیا غوړیدا او پیاوړتیا هلې ځلې پیل شوې دي. یو مهال د افغانستان د ملي لوبډلي وتلي لوبغاړې له همدې سیمي سره تړاو درلود خو په وروستیو دوو کلونو کې له پامه غورځېدلې.

لوبغاړي او مینه وال یې دلیل د فوټبال د سیمه ییزو چارواکو خپل منځي اختلافونه بولي. اوس چارواکي وايي د ولایت د فوتبال په اداره کې یې یو لړ بدلونونه رواستي او غواړي چې په کندهار کې فوټبال بیا غښتلی کړي.