BBC
 شاته

سیګار: ناسمو تګلارو د افغانستان د اقتصادي ودې مخه نیولې

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان پر بیارغونه د څار ځانګړې امریکايي ادارې سیګار مشر جان ایف سوپکو

د افغانستان پر بیارغونه د څار ځانګړې امریکايي ادارې سیګار، په نوي رپوټ کې ویلي، په افغان حکومت کې پرله پسې اداري فساد او د مالیاتي او اقتصادي تګلارو ناسم پلي کېدو د اقتصادي ودې مخه ډب کړې.

د خصوصي سکټور او اقتصادي ودې په تړاو دغه رپوټ کې پر امریکايي تګلارو هم کلکه نیوکه شوې او په موندنو کې یې راغلي، د طالبانو د واکمنۍ له ړنګېدو وروسته واشنګټن په افغانستان کې پایېدونکي اقتصادي پرمختګ ته پام و نه کړ.

سیګار وايي، له همدې امله په ودانیزو چارو، مخابراتو، ترانسپورت او نورو برخو کې وده او په ټوله کې د سړي سر عاید لوړوالی لنډمهالی و او له بهرنۍ بسپنې پرته روان نه شي پاتې کېدای.

د سیګار مشر جان سوپکو وايي، د افغانستان د خصوصي سکټور د ملاتړ لپاره کېدونکې هڅې له پیله ځکه نیمګړې وې چې امریکا د افغانستان د چاپیریال او ستونزو سم درک ونه کړ او په ناانډوله توګه یې د مرستو سېلاب د اففانستان پر لور ور پرېښود.

* سیګار: یوازې نیمايي خاوره د افغان حکومت په کنټرول کې ده

* سیگار: د امریکایي سرتېرو کمول د افغانستان پوځ ستونزې ډېروي

* سیګار: د امریکا بېغورۍ افغانستان کې اداري فساد زیات کړ

دی وايي په پیل کې د افغانستان د بیارغونې لپاره د شاوخوا ۱۰ میلیاردو ډالرو اړتیا لیدل کېده، خو وروسته یوازې امریکا څه باندې ۱۱۰ ډالر ولګول:

"د خصوصي سکټور ودې او ملاتړ لپاره د امریکا په هڅو کې لویه ستونزه دا ده چې د افغانستان چاپیریال یې سم نه و پېژندلی، د خصوصي سکټور لپاره یې هڅوونکی ماحول برابر نه کړای شو او نه یې هم خپلې هڅې همغږې کړای شوې."

د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د امریکا د ځانګړي څېړونکي له نظره د نړیوالې ټولنې او امریکا د دې نامنظمو مرستو ترڅنګ د افغانستان ستونزو هم د خصوصي سکټور د ودې مخه ډب کړې ده.

اداري او مالي فساد، شخصي اړیکې، کمزوزی او فاسد قضايي نظام، کمزورې حکومتولي، په اقتصادي او مالي برخو کې په کارپوه کسانو او ادارو لږوالی؛ هغه نورې ستونزې دي چې په افغانستان کې د خصوصي سکټور د ودې مخه ډب کړې ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ارشیف

رپوټ زیاتوي، د چارواکو او ځینو پانګه والو ترمنځ اړیکو د افغانستان په خصوصي سکټور کې د سالمې سیالۍ مخه ونیوله او پانګه والو زړه ښه نه کړ چې په دغه هېواد کې پام وړ پانګونه وکړي:

"یو شمېر مخکښو پانګه والو چې له سیاسي مشرانو سره اړیکې لرلې، وکولی شول قراردادونه تر لاسه کړي، کمه مالیه ور کړي او د پیسو مینځلو لارې چارې هم ورته برابرې وي. "

په رپوټ کې راغلي، دې پیاوړي کسانو په ځینو برخو لکه مخابراتو، ترانسپورت او د کانونو په کیندنه کې سالمه سیالي له منځه وړې ده:

" دې کسانو که چارواکي یا پانګه وال دي هغه پیسې له هېواده بهر ووېستې چې افغان دولت ورته ډېره اړتیا لرله."

افغان پانګه وال وايي، د دوی د فعالیت پر وړاندې امنیتي ستونزې، اداري فساد، کمزورې بنسټيزې اسانتیاوې او د انرژۍ کموالی لوی خنډونه دي.

خو پر دې ستونزو سربېره افغان چارواکي وايي، په ځینو برخو لکه مخابراتو او انرژۍ کې پام وړ پانګونه شوې ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ارشیف