هند کې 'د سرو زرو سړی' په وهلو ډبولو وژل شوی دی
یو هندی سړی، چې له سرو زرو جوړ کمېس یې رانیولی و، په وهلو ډبلو وژل شوی دی.
دتاپهوګي، ۲۰۱۳ کال کې له دریو کیلو سرو زرو جوړ کمېس د ۲۵۰ زرو ډالرو بدل کې رانیو، چې په نړۍ کې تر ټولو ګران بیه کمېس بلل کېږي.
د پونه سیمې اوسېدونکی پهوګي چې د پېسو لېږد رالېږد ' حوالې ' کاروبار یې کاوه، د ' زرو سړي ' په نوم مشهور شو. د دغې وژنې په تور څلور کسان د پوښتنو ګروېږنو لپاره نیول شوي دي.
پولیس وايي پر ۴۸ کلن پهوګي د جمعې په شپه پونه سیمه کې برید شوی دی.
ویل کېږي نوموړي له خپل ۲۲ کلن زوی سره د کلیزې مراسمو یوې میلمستیا ته بلل شوی و او هلته پرې د ډبرو او چړو برید وشو. پولیس ګومان کوي، چې د پېسو پر سر شخړه د پېښې لامل شوې.
د ځايي پولیسو مشر ناونات ګوهګارې وايي:
موږ هڅه کوو پوه شو، چې ښاغلی پهوګي ولې هغې شاړې سیمې ته د میلمستیا لپاره تللی و، چې په کې ووژل شو.
پهوګي به تل له سرو زرو جوړې ګوتمۍ، غړوندي او بنګړي کاروول. هغه ۲۰۱۳ کال کې بي بي سي ته ویلي و:
''خلک تل پوښتنه کوي، چې ولې دومره ډېر سره اغوندم، خو دا مې یو ارمان و، چې پوره شو، ټول خلک ارمانونه لري، ځینې اشراف غواړي ډېر ګران بیه ګاډي ولري، خو زه د سرو زرو کاروول خوښوم.''