BBC
 شاته

اردغان ترکیه کې تر وخت د مخه ټاکنې اعلان کړې

اردوغان د انځور حقوق EPA
Image caption ښاغلی اردوغان له ۲۰۰۲ راهیسې په ترکیه واکمن دی

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان اعلان کړی چې د جون پر ۲۴مه نېټه به په دې هېواد کې تر وخت مخکې پارلماني او ولسمشریزې ټاکنې ترسره کېږي.

د پلان له مخې دا ټاکنې د ۲۰۱۹ کال په نومبر کې کېدلې، خو اوس به کابو دوه میاشتې وروسته ترسره شي.

ښاغلی اردغان له ۲۰۰۲ راهیسې په ترکیه واکمن دی او اوس به غواړي د پنځو نورو کلونو لپاره هم واک وچلوي.

تر وخت مخکې د ټاکنو وړاندیز د ملت پرسته متحدینو لخوا شوی و.

ښاغلي اردوغان ترکي ولس ته په وینا کې وویل چې دغه ټاکنې به "د پخواني سیسټم ناروغۍ" ورکې کړي.

ښاغلي اردوغان زیاته کړه "په سوریه او نورو ځایونو کې پرمختګونه ښيي چې موږ باید سملاسي نوي اجراییه سیستم ته واوړو چې د خپل هېواد د راتلونکې لپاره پیاوړی ګامونه پورته کړو."

ښاغلي اردغان به دې وروستیو کې بیا بیا تر وخت د مخه د ټاکنو شونتیا رد کړې وه.

خو د ترکیې ضعیف اقتصادي وضعیت ته په کتو سره، کارپوهان فکر کوي چې اردغان د کوم اقتصادي بحران نه مخکې غواړي چې خپله د واک موده وغځوي.

بېړه ولې ده؟

ډېر په دې ګومان دي چې اردوغان غواړي د خپلې سیاسي رقيبې میرال اکسینر وزر ور پرې کړي.

د ترکۍ لېرې ارزښت سږ کال تر بل هر وخت ټیټ شوی او د نړۍ د مخ پر وده مارکېټ کرنسیو کې تر ټولو ټیټه هغه ده، ځکه خو اردوغان غواړي له دې مخکې چې له کومې اقتصادي ستونزې سره مخ شي ټاکنې باید وشي.

د ده ملاتړي وایي چې اردوغان یوازې غواړي د تېر کال له ټولپوښتنې وروسته بدلون راوړلي او ترکیه له یوه پارلماني جمهوریته په یوه ولسمشریز هغه بدله کړي.

خو خطر دا دی چې ځینې رایه ورکوونکي به دا د حکومت پلان وګڼي او حکومت ته به په همدې موخه رایه ورنکړي.

هغه اساسي بدلولونو ته چې ترکانو تېر کال په ټولپوښتنه کې رایه ورکړه دا وو چې د لومړي وزیر مقام له منځه لاړ شي او ټول اجرایي واک ولسمشر ته ولېږدول شي.

دغه بدلونونه یوازې د ولسمشریزو ټاکنو وروسته بدلېدلی شوی.

دغه رایه اچونه په دې مانا هم ده چې ترکیه به په بیړني حالت کې ټاکنې کوي. بیړنی حالت د ۲۰۱۶ جولای د ناکامې کودتا وروسته اعلان شوی.