BBC
 شاته

پیونګ یانګ کې د شمالي کوریا او د سي ای اې د مشرانو لیدنه

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption د تېر مارچ په ۳۱ او د اپرېل په اوله مایک پمپیو په پیونګ یانګ کې و.

امریکايي رسنۍ وايي، د دغه هېواد د څارګرې ادارې یا سي ای اې مشر د شمالي کوریا له واکمن کیم جونګ اون سره د پټې لیدنې لپاره پیونګ یانګ ته تللی و.

امریکايي چارواکو واشنګټن پوسټ ورځپاڼې او رویټرز خبري اژانس ته ویلي، مایک پمپیو د سپېڅلي اختر اونۍ رخصتیو کې (د مارچ په ۳۱ او د اپرېل په اوله) د شمالي کوریا پلازمېنې ته تللی و.

د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون ترمنځ د خبرو لپاره شرایط برابرول دې سفر موخه بلل شوې ده.

* چین ته د شمالي کوریا د مشر تګ تایید شو

* شمالي کوریا: د پټ دولت نهه حقیقتونه

له دې څو ګړۍ مخکې د امریکا ولسمشر وویل، د دواړو هېوادونو مشرانو د تاریخي لیدنې لپاره امریکايي چارواکو له شمالي کوریا سره نېغې خبرې کړې دي.

ډونلډ ټرمپ زیاته کړه، موږ نېغې خبرې ... په لوړه کچه وې.

نوموړي دا هم وویل، چې د ده او کېم جونګ اون ترمنځ د لیدنې لپاره پنځه سیمې ارځول کېږي.

نوموړي په فلوریډا کې د جاپان له لومړي وزیر شینزو ابې سره په لیدنه کې دا خبرې وکړې.

ر د انځور حقوق AFP
Image caption د سپینې ماڼۍ ویانده هم د امریکايي او جاپاني مشرانو لیدنه کې وه.

دا دویم ځل دی چې ښاغلی ټرمپ فلوریډا کې په خپله شخصي بنګله مارالاګو کې له شینزو ابې سره ویني.

ښاغلي ابې د شمالي کوریا له مشر سره د ولسمشر ټرمپ د لیدنې منل "مېړانه" وبلله.

خو په ټوکیو کې دا اندېښنه شته چې د ښاغلي ټرمپ د دغو دوه اړخیزو لیدنو په پلانونو سره ممکن جاپان څنډې ته کړل شي.

* روسیه د شمالي کوریا له کړکېچ سره څه کوي؟

* د شمالي کوریا مشر پر جعلي برازیلي پاسپورټ څه کول؟

ډونلډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ وویل، چې دواړه هېوادونه "د شمالي کوریا په تړاو ګډ نظر لري".

په ورته مهال څارونکي وايي، شینزو ابې د دې لپاره امریکا ته تللی چې ډونلډ ټرمپ قانع کړي، چې څومره شونې وي د شمالي کوریا پرضد د لوېدیځ له سخت درېځ ډډې ته نه شي.

لیدنه کله ده؟

د انځور حقوق Reuters
Image caption د سي ای اې مشر د ډونلډ ټرمپ او شمالي کوریا د مشر د لیدنې برابرولو لپاره پیونګ یانګ ته تللی و.

ډونلډ ټرمپ تېره میاشت هغه مهال نړیواله ټولنه حیرانه کړه چې د شمالي کوریا د مشر سره د نېغو خبرو لپاره یې د پیونګ یانګ وړاندیز ومانه.

د شمالي کوریا له مشر سره د امریکا د ولسمشر لیدنه بې مخینې ده.

ښاغلی ټرمپ وايي، دا لیدنه به د جون میاشتې لومړیو یا هم "له هغه لږ مخکې" وي.

شمالی کوریا له څو لسیزو را هیسې د انساني حقونو د سختې خلاف ورزۍ او اتومي وسلو د جوړولو له امله له نړیوالو قوانینو پښه اړوي.

د همدې سرغړونې له امله د ملګرو ملتونو له بندیزونو سره مخ او سخته ګوښه شوې ده.

دغه هېواد تر اوسه شپږ اتومي ازموینې کړې او داسې توغندي یې هم تجربه کړي چې امریکا ته د رسېدلو وړتیا لري.

خو سږنی ژمی یې سوېلي کوریا کې په اولمپیک لوبو سره د ډيپلوماسۍ لور ته ورسۍ پرانیسته.