BBC
 شاته

جنرال عبدالرازق او مېرمن یې د ټاکنو نوم لیکنه وکړه

Image caption امنیه قومندان جنرال عبدالرازق د سه شنبې پر ورځ له خپلي میرمني سره یوځای په کندهار کې د نوم لیکنې یو مرکز ته تللي.

د کندهار د پولیسو مشر تر خپل لاس لاندې ټولو ادارو ته ویلي، د هر ډول رسمي کارونو لپاره د هغو کسانو غوښتن پاڼي دې نه مني، چي د رایې ورکولو کارت یې نه وي ترلاسه کړی .

امنیه قومندان جنرال عبدالرازق د سه شنبې پر ورځ له خپلي میرمني سره یوځای په کندهار کې د نوم لیکنې یو مرکز ته تللي.

نوموړي له خلکو وغوښتل چي د غوره کسانو د ټاکلو لپاره دې د رایې کارتونه ترلاسه کړي .

Image caption د پولسو دغه مشر دا ادعاوې بې ځایه وبللې چي د ټاکنو پایلو کي بهرنیان تصمیم نیسي.

نوموړي وویل، خپلو ټولو کارکونکو ته یې امر کړی، چي هغه عریضې دې نه مني چې پېژندپاڼه او د رایې ورکولو کارت ورسره نه وي مله .

د پولسو دغه مشر دا ادعاوې بې ځایه وبللې چي د ټاکنو پایلو کي بهرنیان تصمیم نیسي.

جنرال عبدالرازق دغه څرګندونې په داسې مهال کوي، چي په کندهار ولایت کې د نوم لیکنې مرکزونو کي د خلکو ونډه ډېر پیکه ده.