BBC
 شاته

د سوري زړه ماشومان د درملنې انتظار باسي

Image caption په چین کې د سرې میاشتې مشر سون شان پنګ وايي تېر کال یې هم د ۲۱ افغان ماشومانو درملنه کړې وه.

په افغانستان کې د زړه د سوري په ناروغۍ اخته څه باندې شپږ زره ماشومان د درملنې انتظار باسي. د افغانستان د سرې میاشتې اداره وايي له ۲۰۰۸ کال راهیسې له دغې ادارې سره د زړه د سوري لرونکو نږدې څوارلس زره ناروغانو د درملنې په موخه ځانونه ثبت کړي.

افغاني سره مياشت وايي د امکاناتو د نشتوالي له امله په دې ناروغۍ اخته کسان اوږد انتظار باسي، چې له امله يې ۲۰ سلنه مړه کېږي.

د سه شنبې پر ورځ له چین سره د یوه تړون له مخې ۲۵ د زره د سوري په ناروغۍ اخته افغان ماشومان د درملنې په موخه دغه هیواد ته واستول شول.

د افغانستان سرې میاشتې ادارې مشره ډاکتر نیلاب مبارز وايي د چین له سرې میاشتې ادارې سره يې تېر کال یو تړون لاسليک کړی، چې پر بنسټ به یې په څلورو پړاوونو کې سل د زړه د سوري په ناروغۍ اخته ماشومان هغه هېواد ته د درملنې په موخه لیږدول کېږي.

د پکتیا د مرکز گردیز اوسیدونکی شپاړس کلن نور محمد د زړه د سوري په ناروغۍ اخته دی. څلور کاله مخکې یې له سرې میاشتې سره د درملنې په موخه ځان ثبت کړی.

Image caption د سه شنبې پر ورځ له چین سره د یوه تړون له مخې ۲۵ د زره د سوري په ناروغۍ اخته افغان ماشومان د درملنې په موخه دغه هیواد ته واستول شول.

اوس يې د بخت ستوری روښانه شو، ځکه د چین ډاکترانو له معاینه کولو وروسته چين ته د درملنې په موخه د هغه د لېږدولو پرېکړه وکړه.

په چین کې د سرې میاشتې مشر سون شان پنګ وايي تېر کال یې هم د ۲۱ افغان ماشومانو درملنه کړې وه. نوموړی زیاتوي هڅه کوي په چین کې د نورو افغان ماشومانو د درملنې زمینه برابره کړي.

د افغانستان سرې میاشتې اداره وايې له ۲۰۰۸ کال راهیسې ورسره ۱۳۷۹۷ هغه ماشومان چې د زړه د سوري په ناروغۍ اخته دي ثبت شوي دي. د دې ادارې په وینا تر اوسه د ۷۴۷۱ ماشومانو درملنه شوې ده.

خو ۶۳۲۵ لا هم د درملنې انتظار باسي. دغه اداره وايي د امکاناتو د کمښت له کبله په دومره لوی شمېر ماشومان له درملنې پاتې دي.

د سرې میاشتې په خبره اوس یوازې په کابل کې په دریو روغتونو کې د زړه په سوري د اخته ماشومانو درملنه کېږي.

د سرې میاشتې په وینا د زړه د سوري په ناروغۍ د اخته هر ماشوم پر درملنه لږ تر لږه ۳ زره ډالره لګښت کېږي چې د ډېرو افغانانو له وسه لوړه خبره ده.