BBC
 شاته

د ایراني ځواکونو په ډزو دوه پاکستاني ووژل شول

د انځور حقوق Getty Images

د پاکستان د بلوچستان ایالت ګوادر ولسوالۍ کې چارواکي وايي، ایراني ځواکونو دوه پاکستاني ووژل او پنځه نور یې ونیول.

د ځايي چارواکو په خبره، ایراني ځواکونو ویلي دا کسان له بې قانونه لارې ایران ته ننوتل.

ګوادر کې یوه چارواکي بي بي سي ته ویلي چې ایران مړي او نیولي کسان پاکستاني لوري ته سپارلي دي.

وژل شوي کسان دواړه د پښتونخوا د بنو ولسوالۍ اوسېدونکي وو.

په نیولیو کسانو کې هم درې د بنو، یو د پنجاب د جنګ ولسوالۍ او بل هم د پاکستان تر واک لاندې کشمیر دی.

* "پاکستان د ایران خبرداریو ته پام نه کوي"

* نظرپوښتنه: ایران او پاکستان په نړۍ کې لږ محبوبیت لري

د وژل شویو مړي ګوادر ته تر لېږدولو وروسته خپل پلرني ټاټوبي(بنو) ته رسول شوي دي.

خو نیول شوي کسان د پوښتنو پلټنو لپاره لا هم له امنیتي ځواکونو سره دي.

لا هم معلومه نه ده چې دا کسان ایران ته تلل، که د ایران له لارې اروپا ته.

د بلوچستان پنځه ولسوالۍـ چاغی، واشک، پنچګور، کېچ او ګوادر له ایران سره پر پوله پرتې دي.

کوم افغانان یا پاکستاني چې بې قانونه ایران یا د دغه هېواد له لارې اروپا ته ځي، انساني قاچاقیان یې د دې ولسوالیو له سختو لارو اړوي.