شاته

سوریه: نښې ته تر رسېدو مخکې مو توغندي شنډ کړل

د انځور حقوق AFP
Image caption امریکا د تېر کال پره اپرېل کې د سوریې پر شعیرات هوايي اډه برید کړی و.

د سوریې دولتي رسنۍ او د لبنان د حزب الله ډلې رسنۍ وايي، د دغه هېواد دفاعي ځواکونو هغه توغندي په هوا کې شنډ کړل چې د حمص او شعیرات او د دمشق څېرمه هوايي اډو ته توغول شوي وو.

د پنټګان یو ویاند وايي، امریکا په دغه مهال په کومه برخه کې پوځيګري نه ده کړې.

رویټرز خبري اژانس ته د اسراییل د پوځ یوه ویاند ویلي، چې د سوریې د دا ډول رپوټونو په هکله اوس څه نشي ویلی.

د سوریې د انساني حقونو څارډله وايي، د حمص ولایت له شعیرات هوايي ډګر سره نږدې یې د سختو چاودنو غږونه اورېدلي.

دوی دا هم وايي، چې دمشق ته څېرمنه یې قلمون کې- چې دوه هوايي اډې پکې دي- ورته غږونه اورېدلي دي.

د دې ډلې مشر رامي عبدالرحمان وايي، چې توغندي په کومه اډه نه دي لګېدلي.

د سوریې دولتي تلوېزون وايي، دا تازه بریدونه د سې شنبې شپې وروستیو شکې شوي دي.

دوی د داسې توغندي انځور هم خپور کړی چې په هوا کې یې شنډ کړی دی.

د لبنان د حزب الله ډلې رسنۍ هم رپوټوي چې ټول نهه توغندي توغول شوي و.

شپږ توغندي د شعیرات او درې د دمشق ته نږدې دومیر هوايي اډې ته

خو د سوریې تلوېزون دا نه دي ویلي چې دومیر ته هم توغندی توغول شوی دی.

روسیې د سوریې پوځ ته دافع هوا یا هوا ضد توغندي ور کړ.

مسکو پر سوریه د لوېدیځو قدرتونو د تېرې شنبې له برید مخکې هم خبرداری ور کړی و چې دغه هېواد کې به پر خپلو ګټو توغندیز بریدونه شنډ کړي.

پر سوریه د امریکا، برتانیا او فرانسې د تېرې شنبې له بریدونو وروسته روسیې وویل، چې ۱۰۳ توغول شویو توغندیو کې تر ۷۰ شنډ کړل شوي دي.

خو لوېدیځو چارواکو ویل، ټول توغندي یې نښو ته رسېدلي او یو هم په هوا کې شنډ کړل شوی نه دی.

دا خبر بشپړېږي