BBC
 شاته

د سوريې کړکېچ

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف وايي پر سوریې د امریکا، فرانسې او بریتانیا ګډو توغندویو د مسکو او لویدیځ تر منځ باور له منځه وړی دی. ده له بي بي سي "هارډ ټاک" پروګرام سره ځانګړې خبرې کولې.

هغه بیا تکرار کړه چې د دې هېڅ شواهد نشته چې ګواکې هلته دې کیمیاوي برید شوی وي.

د اټومي وسلو څار یا او پي سي ډبلیو ادارې یوه امریکايي غړي، کنېت وارډ ويلي دي، روسیې ښايي د سوریې په دوما کې د کیمیاويي برید په ځای کې ګوتې وهلي وي خو مسکو وايي د دې پېښې په اړه خپله پلټنه به و نه دروي.