BBC
 شاته

سوداګر: پاکستان مو د مېوې صادراتو ته خنډونه جوړوي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغانستان کې د تازه مېوې ډیری سوداګر وایي چې د پاکستاني حکومت دې پلمو او غوښتنو دوی ته ډېر اقتصادي زیان اړولی

د افغانستان د تازه مېوې او سبو( سبزۍ) لسګونه صادروونکي له حکومته غواړي چې له پاکستان سره خبرې وکړي او د دوی د صادراتو ستونزې هوارې کړي.

پاکستان د افغان میوو او سبو تر ټولو لوی مارکېټ دی، خو افغان سوداګر وایي چې دغه هېواد له تېرو شپږو میاشتو راهیسې له دوی غواړي چې د خپلو صادراتي توکو د ښه او کره والي سند ورته وړاندې کړي.

افغانستان کې د تازه مېوې او سبو ډیری سوداګر وایي چې د پاکستاني حکومت دې پلمو او غوښتنو دوی ته ډېر اقتصادي زیان اړولی دی.

د تازه مېوې یو سوداګر یمین وطنیار وایي، پاکستان شپږ میاشتې وړاندې هغه مهال د افغان سوداګرو د تازه مېوو صادراتو ته خنډ جوړول پيل کړل چې افغانستان کې د مڼو د ټولولو وخت و.

دی وایي، د همدې ستونزې له کبله یې تېرکال نوي سلنه مڼې خوسا شوې او شاوخوا درې میلیونه افغانۍ زیان ور واوښت.

ښاغلی وطنيار وايي، "زمونږ میوه ۲۴ ساعتونو کې خرابېږي، ځکه دلته مونږ سړې خونې نه لرو چې وې ساتو، د پاکولو او تړلو فابریکې هم نشته، همدغه یو پاکستان دی چې څلورویشت ساعتونو کې زمونږ مېوه ور رسېږي، خو هغوی هم خنډ جوړوي".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پاکستان د افغان میوو او سبو تر ټولو لوی مارکیټ دی

لسګونه سوداګر د ورته اندېښنو د څرګندولو لپاره کابل کې سوداګرۍ خونې ته راغلي وو چې خپل شکایت تر مسئولینو ورسوي.

د دغې خونې مرستیال محمد یونس مومند وایي، پاکستاني حکومت د سندونو د وړاندې کولو په پلمه د افغان صادراتو مخه نیسي او افغانستان ته زیان اړوي.

نوموړی وايي "پاکستان خپله د دغه ټسټ (ازموينې) وړتیا نه لري، نو زمونږ له سوداګرو یې څنګه غواړي، دا یو سیاسي چلند دی، ښه لاره دا ده چې مونږ د پاکستان د داسې عمل پر وړاندې غبرګون وښیو او خپلو تولیداتو ته نور بازاونه ولټوو".

د افغانستان تازه مېوه که څه هم له ښه کیفیته برخمنه او طبیعي بلل کېږي، خو دا چې باوري تصدیق پاڼه نه لري او په معیاري ډول نه بسته بندي کېږي، نو د نړۍ مشهورو بازارونو ته لار نه مومي.

نړۍ ته د نه تګ له امله پاکستان د افغانستان د تازه مېوې او سبو لوی مارکیټ دی او د میوو په وخت کې هره ورځ تر څلورزرو ټنو مېوه او سابه پاکستان ته صادرېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان سوداګر وایي، که پاکستان خپلو فشارونو او پلمو جوړولو ته دوام ورکوي، نو افغان حکومت یې هم باید د وارداتو پر وړاندې ورته چلند وکړي

افغانستان له تېر کال راهیسې څو ډوله تازه مېوه د هوا له لارې هند ته هم لېږي، خو اندازه یې ډېره کمه ده.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت ویاند مسافر قوقندي د صادراتو پر وړاندې یادې ستونزې مني، خو وایي د هواري لپاره به یې له پاکستان سره خبرې وکړي.

پاکستان په داسې حال کې د تازه مېوې د صادراتو په وړاندې په خنډ جوړولو تورنېږي چې د افغان سوداګرو په وینا دا مهال د پاکستان مېوه او سابه په ازاد ډول د افغانستان مارکېټونو ته راځي.

افغان سوداګر وایي، که پاکستان خپلو فشارونو او پلمو جوړولو ته دوام ورکوي، نو افغان حکومت یې هم باید د وارداتو پر وړاندې ورته چلند وکړي.

افغانستان هرکال د څه باندې یو میلیارد ډالرو په ارزښت د پاکستان محصولات اخلي، حال دا چې افغانستان پاکستان ته د ۲۵۰ میلییونه ډالرو په ارزښت توکي صادروي.