BBC
 شاته

کومي: ټرمپ د ولسمشرۍ اخلاقي وړتیا نه لری

ر د انځور حقوق Reuters

د امریکا د څارګرې ادارې اېف بي ای پخوانی مشر جېمز کومي وايي، د دغه هېواد ولسمشر د خپلې دندې اخلاقي وړتیا نه لري.

د هغه په خبره، ډونلد ټرمپ له ښځو سره داسې چلن کوي، لکه د غوښې ټوټه چې وي.

تېر کال د ډونلد ټرمپ له خوا له دندې تر لرې کېدلو وروسته لومړی ځل جېمز کومي مرکه کوي.

هغه له اې بي سي تلوېزون سره خبرو کې ټرمپ داسې څوک بولي چې ریښتونولي او صداقت ورته ارزښت نه لري.

له دې مرکې وروسته ډونلډ ټرمپ سملاسي غبرګون ښودلی او جېمز کومي یې ډېر دروغجن سړی بللی دی.

جېمز کومي له اې بي سي تلوېزون ۲۰/۲۰ پروګرام کې وايي:

زه په دې خبره باوري نه یم چې هغه دې په ذهني ډول ناوړه وي، یا د نسیان ناروغۍ لومړي پړاو کې وي:

"زما په اند له طبي پلوه د ولسمشرۍ وړ دی، خو په اخلاقي ډول د ولسمشرۍ وړ نه دی".

د نوموړي په اند د امریکا ولسمشر باید درون سړی او هغه ارزښتونه ولري چې د امریکا برخه دي:

"په دې کې تر ټولو مهمه ریښتونولي ده او په دې برخه کې ولسمشر پوره نه خېږي".

ویل کېږي دا د ټرمپ او کومي ترمنځ د پخواني جګړې نوی پړاو دی.

د کومي کتاب او د زندان ګواښونه

د اېف بي ای پخواني مشر دا خبرې په داسې مهال دي چې د خپل کتاب د مشهورولو هڅه کوي.

د کومي کتاب- خورا مهمه ژمنتیا: حقیقت، درواغ او مشري- نومېږي.

په دې کتاب کې د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ راهیسې پېښې لیکل شوې دي او په ټرمپ یې ستختې نیوکې کړې دي.

ټاکلې ده دا کتاب نن ووېشل شي.

ښاغلي ټرمپ د یکشنبې په ورځ څو ټوېټونه د کومي او د هغه د کتاب په هکله ولیکل: د خرابو تبصرو کتاب ډېرې پوښتنې پیدا کوي.

د ډونلد ټرمپ په خبره، ښاغلي کومي کانګرېس ته درواغل ویلي او اطلاعات یې رسوا کړي، ځکه باید بندي شي.