BBC
 شاته

افغان لوري د پاکستان د پنځو امنیتي ځواکونو مړي وسپارل

د خوست والي حکم خان حبیبي وايي، د هغو پنځو پاکستانیو سرتېرو مړي یې مقابل لوري ته سپارلي چې تېره ورځ له افغان ځواکونو او ځايي خلکو سره جګړه کې وژل شوي وو.

حکم خان حبيبي خبري غونډه کې وویل، چې پر مړو سربېره یې پاکستانی لوري ته په جګړه کې نیول شوی ټپي سرترېري هم ور کړی دی.

د پاکستان پوځ او افغان ځواکونو ولسي خلکو ترمنځ تېره ورځ له ډیورنډ کرښې سره نږدې په ځاځي میدان ولسوالۍ کې څو ساعته نښته وشوه.

دغه نښته د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د قومي مشرانو په منځګړتوب ودرېده.

* اشرف غني: پر ډیورنډ کرښه اغزن تار ولسونه نشي بېلولی

د خوست والي هم د دغو قومي مشرانو مننه هم وکړه او د جګړې په درېدو کې یې مهم رول درلود.

په ځاځي میدان کې یوه قومي مخور ولي خان هیله من بي بي سي ته وویل، چې د کورمې ایجنسۍ د توریو او ملي خېلو او د ځاځي میدان ولسوالۍ د قومی مخورو په منځګړتوب یې مړي وسپارل شول.

د مړو د تسلیمۍ سند د سرحدي پولیسو قومندان له خلکو واخیست، دا وژل شوي کسان یونیفورم کې.

افغان چارواکي وایي، تېره ورځ له هغه وروسته ځاځي میدان کې له پاکستانیو ځواکونو سره جګړه پیل شوه، چې پر ډیورنډ کرښه یې د تېرېدلو هڅه وکړه.

د دوی په خبره، پاکستاني لوري جنډو غر کې د افغان پوځ د پوستې کلابندولو او د نږدې نیم کیلومتر سیمې لاندې کولو هڅه وکړه، ځکه له غبرګون سره مخ شول.

د دوی په خبره، په دې جګړه کې د ځاځي میدان ولس هم د افغان ځواکونو په ملاتړ جګړه وکړه.

چارواکي وايي، افغان سرتېري نه دي وژل شوي، خو دوه اوسیدونکي له پاکستاني ځواکونو سره جکړه کې وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د ځاځي میدان قومي مخور وايي، له دې وروسته به هم د دواړو لورو د قومي مخورو ترمنځ خبرې کېږي، چې بیا د ورته پېښو مخنیوی وشي.

د دوشنبې په ورځ ځاځي میدان ولسوالۍ بازار پرانیستی، خو د ډیورنډ کرښې سره نږدې پنځه ښوونځي تړلي دي.