BBC
 شاته

په ماشومانو کې د چاغښت ستونزه

د ماشومانو چاغوالی د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې یوه لویه او پراخېدونکې ستونزه ده.

د هالنډ په پلازمېنه امسټرډام کې، روغتيايي چارواکو داسې یو پروګرام جوړ کړی دی چې له مخې یې غواړي په ماشومانو کې د چاغوالي ستونزه حل کړي.

په دې پروګرام کې ښوونځي، ډاکتران، کور، کلی او چم ګاونډ فعاله ونډه لري. دې پروګرام ګټه هم کړې ده. اوس د ماشومانو چاغوالی نژدې ۱۲ سلنه کم شوی دی.