BBC
 شاته

ځیرکې کمرې ۶۰ زرو کسانو کې تورن سړی وپېژاند

د انځور حقوق Getty Images

په چین کې ځیرکې کمرې یو تورن وڅاره او د ساز سرود کنسرټ کې یې د شپېتو زرو کسانو له منځ را وباسه.

پولیس نیول شوی کس ایو بولي او وايي، په دغه کنسرټ کې د ځیرکو کمرو په لګولو سره یې دا سړی وموند.

دوی زیاتوي، کله چې ۳۱ ایو ونیول شو، نو حیران پاتې شو.

پولیس اقتصادي جرمونه د نوموړي د نیولو سبب بولي.

چین له ۱۷۰ میلیون ډېرې ځیرکې کمرې په دغه پراخ او ګڼ وګړي هېواد کې لګولې دې.

دغو کمرو ښاغلی ایو کنسرټ ته د ننوتلو پر مهال وپېژاند.

خو امنیتي ځواکونو صبر وکړ، تر دې چې دغه تورن او ملګري یې پر څوکیو کېناستل او بیا یې دی ونیو.

پولیس وايي، ښاغلي ایو له خپلې مېرمنې سره دغه کنسرټ کې د ګډون لپاره ۹۰ کیلومتره لار وهلې وه.

خو کله یې چې پولیس ولیدل، هک پک شو او ویې ویل، که فکر یې کولی چې په ۶۰ زرو کسانو کې پېژندل کېږي، نو دې پروګرام کې به یې ګډون نه و کړی.

دا لومړی ځل دی چې د چین پولیس اول ځل د یوه تورن د مخ پېژندلو او موندلو لپاره له ټیکنالوجي کار اخلي.

تېر اګسټ هم پولیسو په شاندونګ ولایت کې یو تورن په نړیوال فیسټیوال کې وپېژاند او ویې نیو.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption تورن کس په چین کې د نومیالي سندري غاړي جکي چونګ کنسرټ کې ونیول شو. نوموړی د پاپ مشهور سندرغاړی دی.

چین په نړۍ کې د ځیرکو کمرو او مصنوعي ځیرکتیا په مټ د مخ پېژندلو ټیکنالوجي کې مخکښ دی.

چینايي چارواکو په ځلونو د دغه هېواد خلکو ته ویلي چې له دې ټیکنالوجۍ په کار اخیستلو، دوی د قانون له منګولو د خلاصېدو کوم چانس نه لري.

چین داسې ښاري کنټرولي سیتسم پراخوي او رامنځته کوي چې "د نړۍ د ښاري کمرو تر ټولو سترکه شبکه" بلل کېږي.

دمګړۍ چین کې ۱۷۰ میلیونه ځیرکې کمرې په عمومي ځایونو کې لګول شوې دي.

د رپوټونو له مخې، ټاکلې ده دا شمېر په راتلونکو دریو کلونو کې څلورو میلیونو ته ورسېږي.