BBC
 شاته

پر سوريې هوايي بريدونه

امريکا، فرانسې او بريتانيا د تېرې اوونۍ شکمن کيمياوي بريد ځواب کې، سوريه کې پر دريو ځايونو هوايي بريدونه کړي دي.

پلازمېنه دمشق او حمص کې د ګڼو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. يوه اعلاميه کې چې د دغو بریدونو اعلان يې په کې کاوه، ولسمشر ټرمپ وويل دا پر داسې موخو کره ګوزارونه وو، چې د سوريې حکومت د کيمياوي وسلو له وړتياوو سره تړلې دي.

د سوریې ولسمشر بشار الاسد وايي دې توغنديزو بريدونو دی د خپلو مخالفانو پر وړاندې جګړه کې د بل تېر هر وخت پرتله نور هم هوډمن کړی دی.