پارلماني ټاکنو ته نومليکنه
افغانستان کې د ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو ټاکنو لپاره نومليکنه نن په رسمي ډول پيل شوه. د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي د نوملیکنې لومړي پړاو کې یې ۳۴ ولايتونو کې نژدې ۱۵ سوه مرکزونه پرانیستي دي.
د ټاکنو چارواکو دا کار د ټاکنيزو اصلاحاتو پيل بللی، او له خلکو یې د نومليکنې غوښتنه کړې ده. افغان حکومت پتېلي چې دا ځل بايد ټول خلک د خپلو پېژند پاڼو له مخې نومليکنه وکړي. دا ټاکنې چې څو واره ځنډول شوې، ټاکل شوې اوس راتلونکی اوکتوبر وشي.