شاته

له طالبانو نه د اسلام آباد ملاتړ واشنګټن له نوي ډهلي سره نږدې کړی

امریکا په دې وروستیو کلونو کې پاکستان ته پوځي او اقتصادي مرستې، په افغانستان کې د طالبانو له ملاتړ څخه د لاس د نه اخیستو له وجې کمې کړیدي.

امریکايي چارواکي او کارپوهان وايي د امریکا او پاکستان اړیکي له څه باندې تیرې یوې لسیزې راهیسې دومره ښې نه وې خو په دې وروستیو کې د افغانستان په هغو سیمو کې د طالبانو پرمختګ چې امریکا او ناټو له طالبانو څخه پاکې کړې وې، د امریکايي چارواکو خوابدي نوره هم سخته کړې.

د جنوبي اسیا د چارو کارپوه مایکل کوګلمن وايي " مونږ د اسیا په جنوب کې په وضاحت سره له افغانستان او پاکستان څخه د هند په لور د امریکا د پالیسۍ د تگلوري بدلون وینو”.

له پاکستان سره د امریکا اړیکې تل د داسې یوې معاملې په اساس ولاړې وې چې په کې دوه اړخیزه بې اعتباري موجوده وه او د وضعیت په تغیر باندې یې اتکا درلوده.

امریکايي چارواکي وايي د طالبانو له ملاتړ څخه د لاس اخیستو پرسر د امریکا او پاکستان ترمنځ اوږد مهاله نارضایتي اوس د اوباما د ادارې په هغې ارادې باندې د برلاسه کېدو په حال کې ده چې په افغانستان کې یې له ډیرې پوځي ښکېلتیا ډډه کوله. دغه نارضایتي په خاصه توګه د امریکا د استخباراتي چارواکو ترمنځ ډیره ده. بله اندېښنه داده چې ښايي چین د امریکا او پاکستان ترمنځ د اړیکو له خړپړتیا ګټه واخلي.

اوباما تیره میاشت اعلان وکړ چې د خپلې دورې ترپایه به افغانستان کې اته زره او څلوره عسکر پریږدي په دې توګه هغه خپل هغه پلان له پامه غورځوي چې تر مخې یې باید د روان کال تر پایه د موجودو عسکرو شمیر نیمایی ته راټیټ شوی وای.

پاکستان ته د امریکا پوځي مرسته چې یو وخت د امریکا د تر ټولو زیاتې پوځي مرستې ترلاسه کوونکی هیواد و، په ۲۰۱۶ کال له یو میلیارد ډالرو څخه هم کمه وه. پاکستان په ۲۰۱۱ کال کې له امریکا درې اعشاریه پنځه میلیارده ډالره مرسته ترلاسه کړې وه.

دا په داسې حال کې دي چې امریکا له ۲۰۰۷ کال راهیسې پاکستان ته له یو میلیارد دالرو کمه پوځي مرسته نه وه ورکړې.

د مرستو دغه کمښت تر یوه حده د بودیجې د کموالي او د امریکا لپاره د نورو نړیوالو اولویتونو لکه له داعش سره د جنګ او د روسیې او چین له خوا د ګواښونو مخنیوي ته د پیسو د ځانګړې کولو له امله هم رامنځته شوی دی.

د مارچ په میاشت کې د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر جمهوري غوښتونکي سناتور باب کروکر وویل، دی به په اسلام آباد باندې د ۴٣٠ میلیونو ډالرو په ارزښت د اف ۱۶ جنګي الوتکو د اخیستلو لپاره مرسته بنده کړي.

د دې میاشتې په سر کې د دفاع وزیر اشتن کارتر د پاکستان پوځ ته د ۳۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د پوځي مرستو له ورکولو اجازه ورنه کړه چې د هغه په وینا پاکستان د حقاني شبکې پرضد لازم اقدامات نه دي کړي. د دې ډول پوځي مرستو منظورول په تیرو کلونو کې یوه ساده او عادي خبره وه.

د امریکا کانګرس لاتراوسه په راتلونکي کال کې له پاکستان سره کېدونکې مرسته نه ده منظور کړې.

ټاکل شوېده چې پنټاګان ۳۵۰ میلیونه پوځي مرسته په راتلونکي کال کې پاکستان ته ورکړي، خو د امریکا یوه د فاعي چارواکي چې د نوم د نه خپرېدو په شرط یې خبرې کولې وویل د دې احتمال ندی موجود چې د اوباما په دوره کې به دغه مرسته منظور شي.

د بروګنکز له انستیتوت کارپوه او د سي آی آې پخواني مامور بروس رایډل وايي: "کانګرس نور نه غواړي داسې یوه هېواد ته پوځي مرسته منظور کړي، چې له افغان طالبانو ملاتړ کوي، ځکه طالبان امریکایي عسکر وژني".

د پاکستان یو لوړ پوړي دفاعي چارواکي ويلي چې امریکا د تروریزم پرضد جنګ کې د پاکستان دومداره مرستې ته اړتیا لري.

پاکستاني چارواکو تل په خپله خاوره کې هغو تندلارو ته د پټنځایونو ورکول رد کړي چې په افغانستان کې جنګیږي.