BBC
 شاته

د سوريې له داريا ښاره د ولسي وګړو وتل پيل شول

Image copyright
Image caption ولسي وګړي به د بسونو له لارې خوندي ځايونو ته ولېږدول شي

د سوريې له داريا ښاره د زرګونو ولسي وګړو او د حکومت وسله والو مخالفينو وتل پيل شوي دي.

دا تړون د حکومت د مخالفو وسله والو چې پر دغه ښار ولکه لري او حکومت تر منځ شوی دی.

د دغه تړون له مخې ټاکل شوې چې زرګونه ولسي وګړي له داريا ښار څخه خوندي ځايونو ته ووځي او وسله والو کسانو ته ډاډ ورکړل شوی چې پر خوندي لارو به ادلب ښار ته ورسېږي.

داريا ښار په تېرو څلور کلونو کې د حکومتي ځواکونو تر هوايي بريدوند لاندې و.

دغه ښار چې د حکومتي ځواکونو له خوا کلابند دی، وروستۍ بشري مرستې يې څلور کاله وړاندې ترلاسه کړې او درې کاله کېږي چې برېښنا نه لري.

په ورته مهال ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري نن جمعه (۲۶ اګست) د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سرګي لاوروف سره په جينوا کې وګوري.

دواړه غاړې هڅه کوي چې د سوريې په ډېرو برخو کې پر اوربند موافقې ته ورسېږي. له دغه اوربند نه موخه د جګړې درول او د وسله والو مخالفينو او حکومت تر منځ د خبرو له لارې د کړکېچ هوارول دي.

Image copyright Reuters
Image caption له کلابندو ولسي وګړو سره بشري مرستې هم پيل شوې

د سوريې حکومتي رسنۍ ويلي چې ۷۰۰ وسله وال او ۴۰۰۰ ولسي وګړي به د دغې تړون له مخې خوندي ځايونو ته ولېږدول شي.

د اسوشیټډ پرېس خبري اژانس په وينا لومړي بس چې له داريا ښار وتلی، ډېری ماشومان او زړې ښځې په کې سفر کوي.

په دغه اوربند کې د داعش پر وړاندې جګړه نه ده شامله.

داريا يو له هغو سيمو دی چې د حکومت پر وړاندې يې لومړی پاڅون پيل کړ.