شاته

د جنرال راحیل شریف څرګندونوته د افغان حکومت غبرګون

افغان حکومت د پاکستان د پوځ د لوی درستیز جنرال راحیل شریف د څرګندونو په غبرګون وايي، ټول هغه اسناد چې د افغان امنیتي ادارو په واک کې دي ښيي، چې د افغانستان پر امریکايي پوهنتون باندې برید د پاکستان په خاوره کې تنظیم شوی و.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ په ارګ کې د ملي امنیت د شورا د غونډې په جریان کې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال راحیل شریف سره په ټلیفون خبرې وکړې او هغه ته یې وویل، چې د افغانستان پر امریکايي پوهنتون باندې برید د پاکستان په خاورې کې تنظیم شوی و.

همداشان د ارګ څخه خپور شوی بیان وایي، افغان حکومت جنرال شریف سره د موبایل ټلیفونونو د هغو دریو شمیرو په اړه هم معلومات شریک شوي چې بریدګرو ورسره د برید پرمهال په پاکستان کې چا سره اړیکې نیولې وې.

له دغې ټیلفوني اړیکې وروسته د پاکستان پوځ په یوې اعلامیې کې د جنرال راحیل شریف له قوله ویلي، پاکستان به چا ته اجازه ورنکړي چې له خاورې یې د افغانستان په ضد کار واخیستل شي.

د پاکستان پوځ ویلي، وروسته له هغې چې افغان چارواکو ورسره د ټیلیفون درې شمیرې شریکې کړې، د پاکستان امنیتي ځواکونو د تروریستانو د موندلو لپاره د ډیورنډ کرښې ته څیرمه عملیات ترسره کړي.

د پاکستان پوځ دغه راز ویلي، چې د موبایل شمیرو په اړه د هغوی تحقیقات ښيي، یادې شمیرې د افغانستان مخابراتي شبکو پورې اړه لري، چې د ډیورنډ کرښې پورې غاړه کې هم فعاله وي.

خو د افغانستان د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري د پاکستاني چارواکو د دغو څرګندو په اړه امریکا غږ ته وویل، د ټیلیفون له شمیرو پرته نور کافي اسناد په واک کې لري، چې د افغانستان پر امریکايي پوهنتون باندې برید د پاکستان په خاوره کې تنظیم شوی دی.

دغه راز د ولسمشر غني د ویاند مرستیال دواخان مینه پال امریکا غږ ته وویل، هغه دلایل چې پاکستان وړاندې کړې دي دغه هیواد ته براأت نشي ورکولی.

هغه وویل " پاکستان ته په کار ده چې د هغو تروریستي ډلو په وړاندې چې په افغانستان او سیمه کې تروریستي فعالیتونه کوي، په وړاندې یې اقدام وکړي او پاکستان ته دغه دلایل چې دوی یې وايي دا براأت نشي ورکولی".

د تیرې سې شنبې ورځې په ماښام د افغانستان پر امریکايي پوهنتون باندې برید کې د اوو محصلینو په ګډون دیارلس تنه ووژل شول او پنځه څلوېښت نور په کې ټپیان شول.

دغه برید په کور دننه او نړیوالو له خوا په کلکه وغندل شو.

لا تر اوسه کوم چا یا ډلې د دغه برید مسؤولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د تیرې چهارشنبې په شپه د افغانستان په امریکایي پوهنتون باندې دریو وسله والو بریدګرو برید وکړ چې له امله یې د دغه پوهنتون د یو استاد او اوو محصلینو په ګډون دیارلس تنه ووژل شول او ۴۵ تنه نور چې اکثره یې محصلین وو ټپیان شول.

تراوسه کومې ډلې د دغه برید مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.