فرانسه کې خونړی برید
فرانسه کې خونړی برید
15 جولای 2016 - 25 چنګاښ 1395 د خپرېدو نیټه 13:47 گرینویچ
د فرانسې په سوېلي ښار نیس کې د ملي ورځې لمانځنې په مراسمو کې یوه لارۍ د خلکو پر ګڼې ګوڼې بېول شوې چې لږترلږه ۸۰ کسان یې وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما دا پېښه غندلې او دا يې "یو وحشتناک او ترهګریز برید" بللی.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر ولسي وګړو دغه بريد غندلی او دا يې يو "وحشيانه عمل" بللی دی.