BBC
 شاته

اشرف غني او عطا نور څنګه هوکړه کړې؟

د انځور حقوق Arg/AMN/FB

د بي بي سي ترلاسه کړي اسناد ښيي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د بلخ پخواني والي عطا محمد نور د درې میاشتني جنجال د پای ته رسولو لپاره داسې هوکړه کړې چې د دوو وزیرانو ګومارل، د سلاکارۍ سترې شورا جوړول، یوه ډيپلوماټیکه دنده او په بلخ کې څو حکومتي دندې پکې راځي.

ښاغلي نور د بلخ د نوي والي په پېژندغونډه کې د هوکړې خبره وکړه او زیاته یې کړه، چې "د جمعیت ګوند ډېرې غوښتنې منل شوې"، خو په دې تړاو یې نور څه ونه ویل.

دا سندونه ښيي چې د بلخ د نوي والي په توګه د اسحاق رهګذر ترڅنګ ولسمشر په جلا جلا فرمانونو کې میرویس بلخی د پوهنې وزیر، نجیب اقا فهم هم پېښو ته د رسېدو چارو کې د دولت وزیر معرفي کړی دی.

ولسمشر د سلاکارۍ لویې شورا د جوړولو فرمان لاسلیک کړی دی.

په دغه فرمان کې راغلي چې دا شورا به د تلپاتې سولې د پرځایښت، د ملي یووالي د پیاوړتیا او سمون راوستلو لپاره له جهادي، سیاسي او ټولنیزو مشرانو سره سلا مشوره کوي.

اشرف غني به د دې شورا مشر وي.

ارګ څه ترلاسه کړي؟

Image caption د سلاکارۍ شورا په تړاو د ولسمشر فرمان

د عطا محمد نور او ارګ د تړون له مخې، په ولسي جرګه کې د بلخ استازی محمد فرهاد عظیمي په قزاقستان کې د افغانستان سفیر او څو نور کسان هم په بلخ کې ګومارل کېږي.

داسې ښکاري چې د ارګ د دې امتیازونو په بدل کې عطا محمد نور د بلخ نوی والي منلی دی.

له هغه وروسته چې ولسمشرۍ ماڼۍ د قوس پر ۲۷ وویل، ولسمشر د عطا محمد نور استعفا منلې او په ځای یې د بلخ لپاره بل والي ټاکلی، د دوی ترمنځ اړیکي خراب شول.

ښاغلي نور په ځواب کې وویل، چې استعفا یې مشروطه وه او اوس یې اعلانول ناسم دي.

هغه ځان د بلخ والي باله او عملاً په دغه دنده و.

په دغه مهال یې د افغان حکومت مشرانو په تېره د اشرف غني ته توندې څرګندونې درلوې، خو د حکومت مشرانو د نوموړي خبرو ته نېغ غبرګون نه ښود.

"خپلسري"

معرفی وزیر معارف
Image caption د پوهنې وزیر په تړاو د ولسمشر فرمان

د بلخ والي ویل چې له خپلو غوښتنو شانګ نه کوي او زیاتول یې چې دا پېښې "د حکومت ستنې پیاوړې کوي او لا یې قانوني کوي ".

په دا مهال د جمعیت ګوند مشرتابه شورا وايي، چې د دوی مرکچي پلاوی د ارګ او نور ترمنځ تړون کې ښکېل نه دی او د عطا نور دا کار یې د ګوند "ډډې ته کول او خپلي سري" بللې ده.

د جمعیت ګوند د مشرتابه شورا غړي حفیظ منصور بي بي سي ته ویلي:

"جمغیت ګوند خپل ارمان لري، یو کس پخپله تللی او کار یې کړی، موږ یې تېر کې هم تجربه لرو، احمد ضیا مسعود هم یو وار یواځې تللی و، خو تش لاس ستون شو، اوس هم عطا تللی، خو خلک ور سره نه دي تللي."

ښاغلی منصور زیاتوي، عطا محمد نور څه ځانګړې لاسته راوړنه نه لري.

د هغه په خبره، کوم امتیازونه چې ښاغلي نور اوس ترلاسه کړي، ولسمشرۍ ماڼۍ د جنجال په لومړیو ورځو کې ور کول.

د جمعیت غوښتنې

د جمعیت اسلامي غوښتنو ۱۲ مادې لرلې چې حکومتي دندې یې برخه وې.

د بلخ لپاره د جمعیت د وړاندیزي والي د پېژندلو ترڅنګ د ملي یووالي حکومت د تړون پلي کول، د افغانستان د پارلمان ټاکنیز نظام کې سیاسي ګوندونو ته ونډه ور کول او د پارلمان د پخوانۍ مصوبې له مخې برېښنايي پېژندپاڼې وېشل په دې خبرو کې د جمعیت نورې مهمې غوښتنې وې.وې.