BBC
 شاته

هلمند: ځانمرګي برید کې ۱۳ کسان وژل شوي دي

د انځور حقوق AZIZ AHMAD SHAFEE

د هلمند مرکز لښکرګاه کې د یوه ځانمرګي برید له کبله ۱۳ کسان وژل شوي او ۴۵ نور تپیان دي. د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایي، دغه ځانمرګی برید د مرکز لښکرګاه غازی ایوب خان لوبغالي ته څېرمه شوی دی.

د ځواک په خبره، ځانمرګي بریدګر په خپل کرولا ډوله موټر کې ځاي پر ځاي کړیو چاودیدونکو توکو ته هغه مهال چاودنه ورکړه چي له دغه لوبغالي څخه خلک د راوتلو په حال کي وو .

په یاد لوبغالي کې د هرات او هلمند ولایتونو د پهلوانانو تر منځ د غیږنیولو سیالۍ روانه وه، چې لیدو ته یې ګڼ خلک ورغلي وو.

یوه عینی شاهد بي بي سي ته وویل، برید کې د یوې کورنۍ څلور کسان وژل شوي دي. دم ګړۍ کومې ډلې نه دي ویلي، چې دغه برید یې کړی.

هلمند کې کرېکټ لوبغالی جوړیږي

افغان ولسمشر جګړه ځپلي هلمند ولایت ته تللی

پېښه له ځايي مهال سره سم له غرمې وروسته د لشکرګاه ښار لومړۍ حوضه سیمه کې رامنځته شوې.

ویل کېږي، مېلې ته ځینې ځايي چارواکي او قومي مشران هم ورغلي وو او د لوبغالي ساتنې لپاره د امنیتي ادارو کسان هم ځای پر ځای شوي وو.

کندهار کې د بي بي سي خبریال مامون دراني د ځايي سرچینو په حواله وايي، د نوي کال په مناسبت د لشکرګاه دغې مېلې ته، چې د غېږ نیولو لوبه یې هم یوه برخه وه، ګڼ کسان ورغلي وو.

د انځور حقوق AZIZ AHMAD SHAFEE