BBC
 شاته

کرېکټ: افغانستان د ۲۰۱۹ کال اتلولیو ته لار ومونده

Image caption افغانستان لوبه وګټله.

افغان ملي لوبډلې ایرلنډ ته له ماتې ورکولو وروسته د ۲۰۱۹ کال نړیوالو اتلولیو د غوراوي پایلوبې او نړیوالو اتلولیو ته ووت.

افغانستان به په پایلوبه کې له ویسټ انډیز سره مخامخ کېږي.

د نننۍ لوبې پچه ایرلنډ وګټله او لومړی بیټینګ ته ودرېدل. د دوی لوبه ورو وه، خو د افغانستان لخوا ښه توپ اچوونه وشوه. ایرلنډ د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۹ منډې جوړې کړې.

د افغانستان لخوا راشد خان ۳ او دولت ځډراڼ ۲ ایرلنډي لوبغاړي وسوځول.

د ایرلنډ له لوري سټرلینګ تر ټولو ډېرې ۵۵ منډې جوړې کړې.

افغانستان په توپ وهنه کې ښه پیل وکړ، شهزاد او ګلبدین نایب دواړو د لومړۍ ویکټې لپاره د ۸۶ منډو پارټنرشیپ یا ملګرتیا وکړه. محمد شهزاد په ۵۴ منډو ویکټه له لاسه ورکړه. نایب بیا ۴۵ منډې جوړې کړې.

افغان لوبډله د لوبې په وروستۍ نیمه کې وارخطا معلومېده، ځکه فشار پرې زیات و، خو لوبغاړو ټولو ونډه واخیسته بالاخره یې په ۵ ویکتو له ایرلنډه لوبه وګټله.

افغانستان په روانو لوبو کې له ویسټ انډیز او اماراتو لوبې ګټلې وې. دا ورته مهمه او پرېکنده لوبه وه.