BBC
 شاته

تريزا مې پر اروپايي مشرانو غږ کړی چې د روسيې "پر ضد" سره يو شي

د بریتانیا لومړۍ وزیرې ټېریزا مې، پر اروپايي مشرانو غږ کړی دی چې، د روسیې پر ضد سره یو شي. وايي له خپلو هېوادونو دې دېپلوماتان وشړي. مېرمن مې دا خبرې، د بریتانیا پر خاوره د روسي جاسوس او لور یې، سرګې او لور یې یولیا د وژولو د هڅې په تړاو کوي.

په بریتانیا کې د روسیې سفیر بیا پړه ټوله پر بریتانیا واچوله. وايي، دا هسې خوشې ګومان دی چې دا کار دې روسیې کړی وي.