BBC
 شاته

"کوټه هزاره قبیلې ته په زندان بدله شوې"

د انځور حقوق Reuters
Image caption کمېسون وايي، کله یې چې د هزه قبیلې د هدفي وژنو په هکله پلټنې پیلولې ځینې کړیو یې مخالفت کاوه.

د پاکستان د انساني حقونو ملي کمېسون وايي، د بلوچستان ایالت مرکز کوټه هزاره قبیلې ته په زندان بدله شوې او ترې د وتلو هڅه کوي.

دغه کمېسون د دوشنبې په ورځ د دې قبیلې په هکله رپوټ کې وویل، چې له تېرو ۱۶ کلونو راهیسې بلوچستان کې د هدفي وژنو له امله ۵۲۵ هزاره وژل شوي او ۷۳۴ ټپیان دي.

د کمېسون غړې فضیله عالیاني وویل، چې هزاره قبیله له سخت حالت سره مخ ده او ډېر شمېر خلک یې په هدفي وژنو کې وژل شوي او ټپیان دي.

هغې دا هم وویل، چې کله یې د دې خلکو د هدفي وژنو په تړاو پلټنې پیلولې، نو ځینې کړیو یې مخالفت کاوه، خو بیا هم د کمېسون مشر د دې پلټنو حکم وکړ.

په رپوټ کې دا هم ویل شوي چې دا هدفي وژنې له ۲۰۰۰ کال وروسته پیل شوې دي.

خو هزاره ټولنې وژل شوي او ټپیان له دې ډېر بولي.

د کاروبار او زدکړو اغېزمنېدل

v د انځور حقوق AFP

فضیله عالیاني وايي، هزاره قبیله په داسې مهال له ذهني ستونزې سره مخ ده، چې خوندیتوب یې د حکومت زیمواري ده.

په رپوټ کې دا هم ویل شوي چې د هزاره خلکو زدکړې او سوداګري هم اغېزمنه شوې.

د کمېسون چارواکي وايي د دې خلکو د سر او مال د خوندیتوب لپاره هر شونی ګام ضروري دي.

دوی دا هم وايي چې د دې بد حالت له امله د هزاره قبیلې ډېر خلک په پاکستان کې د ننه بې ځایه شوي او یا هم بهر تللي دي.

"دوی ته کوټه په زندان بدله شوې او هر یو ترې د وتلو هڅه کوي، خو دا له لېږدېدلي خلک هم له خپلو ستونزو سره مخ دي."

په رپوټ کې د داسې هزاره سره خبرې شوې چې اندونیزیا ته تللی او وايي، څلور کلونه یې هلته ووتل، خو لا هم له خپل حالت ډاډمن نه دی.

په رپوټ کې د هزاره قبیلې د امنیت ښه کولو او دوی ته په خپلو سیمو کې پر ښو تعلیمي اسانتیاوو سربېره د ژوند د نورو ضرورتونو د برابرولو غوښتنه هم شوې ده.

د هزاره قبیلې غبرګون

د انځور حقوق Reuters
Image caption هزاره قبیله وايي، د دوې په وژنو کې ښکېل کسان نه نیول کېږي.

د هزاره قبیلې د مدني ټولنې غړې حمیده هزاره وايي، چې په دغه رپوټ کې ډېرې خبرې ډاګیزه شوې دي، خو زیاتوي، هغه کسان نه دي نیول شوي، چې د هزاره قبیلي د خلکو په وژلو کې ښکېل دي.

د هزاره عمل کمېټې مشر لیاقت علي هزاره د انساني حقونو ملي کمېسون د رپوټ هرکلی کوي، خو زیاتوي، له سترې محکمې یې هیلې پرې شوې، نو دغه رپوټ ته به څه امید ولري.

که څه هم رپوټ کې د هزاره قبیلې د خلکو په تړاو اندېښنه څرګنده شوې، خو چارواکي وايي، د دې خلکو د خوندیتوب لپاره یې ډېر ګامونه پورته کړي، چې له امله یې دا ډول هدفي وژنې هم کمې شوې دي.