BBC
 شاته

"د تېر کال پرتله ۱۳۹۶ کې د افغان پوځ مرګ ژوبله ۱۳ سلنه کمه وه"

ږ د انځور حقوق .
Image caption د سیګار رپوټ کې د افغان پوځ مرګ ژوبله بوږنوونکې بلل شوې ده.

د افغانستان دفاع وزارت ویلي؛ په روان ۱۳۹۶ لمریز کال کې چې نن یې وروستۍ ورځ ده، د افغان پوځ د سرتېرو د مرګ ژوبلې کچه د تېر کال پرتله ۱۳ سلنه کمه وه.

د دغه وزارت چارواکي وایي؛ پوځ ته د اوښتې مرګ ژوبلې ترڅنګ د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې اورپکو ډلو ته هم دروند ځاني زیان اړول شوی دی.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري که څه هم افغان پوځ ته د اوښتې مرګ ژوبلې کره شمېر نه وايي، خو زیاتوي، چې د مخالفو وسلوالو زرګونه کسان وژل شوي دي:

"د دوشمن لس زره اته سوه څلور څلوېښت کسان ژوبل شوي دي. د دوښمن ۲۰۶۸ کسان ژوندي نیول شوي".

* ناټو: تر ۲۰۲۰ افغان امنیتي ځواکونه تمویلوو

* له بشري حقونو د افغان پوځ د سرغړونې رپوټونه

* امریکا څلور نورې بلک هاک چورلکې افغانستان ته ورسپارلې

د دولت وزیري په خبره، د طالبانو ۳۷۵ قومندانان هم وژل شوي دي، د داعشاینو ۷۲ قومندانانو په ګډون د دې ډلې ۲۲۵۰ اورپکي له منځه تللي او ۳۴۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

خو د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څارنې څارونکی سیګار په خپل رپوټ کې د په تېر زیږیز کال کې د افغان سرتېرو مرګ ژوبله بوږنوونکي بللې وه.

رپوټ کې ویل شوي چې د ۲۰۱۷ کال څلورو لومړیو میاشتو کې شاوخوا ۲۵۰۰ افغان سرتېري وژل شوي او شاوخوا ۴۰۰۰ ټپي شوي دي.

لاسته راوړنې

د انځور حقوق RSM
Image caption افغانستان په لومړي ځل بلک هاک چورلکې ترلاسه کړې.

افغان حکومت پای ته رسېدونکی لمریز کال د افغان امنیتي ځواکونو لپاره له لاسته راوړنو ډک بولي.

دولت وزیري وايي، په دغه کال کې افغان ځواکونه د بهرنيو په تېره امریکا له خوا ښه تمویل شول او افغان پوځ اول ځل اته بلاک هاک الوتکې هم ترلاسه کړې.

د ملي دفاع وزارت ویاند زیاتوي، چې تېر کال ۱۱ ولسوالۍ کنټرول کې پاتې شوې او دوی په داسې طرحه کار کوي چې له مخې طالبان له دغو سیمو په شا کړي.