د روسيې ټاکنې
د روسیې ولسمشرېزې ټاکنې اوسني ولسمشر ولادیمیر پوتین په غوڅ اکثریت وګټلې. خو لوېديځو هېوادونو د دغې بریا پر وړاندې ډېر غلی غبرګون ښودلی.
پوتین د رایو نژدې درېیمه برخه تر لاسه کړې خو د رایو اچولو مرکزونو نه د سرغړونو په سلګونه رپوټونه هم راغلې دي.
د ښاغلې پوتین نژدې سیال د کمونست حزب نوماند پاول ګرودینین یوازې ۱۲ سلنه رایې تر لاسه کړي.
د اپوزیسیون مشر الېکسي ناولني چې له ټاکنیزو سیالو لرې کړل شوی وه پر خپلې ټوېټر پاڼې لیکلي چې د پاېلو له مالومېدو وروسته یې خپله غوسه په خواري کابو کړې.