شاته

مکسيکو کې له مخدره موادو سره مبارزه

تېر کال په مکسيکو کې له مخدره توکو سره په تړاو تاوتريخوالى خورا ډېر و، ٢٥ زره کسان په کې ووژل شول. له تېرې يوې لسيزې راهيسې مکسيکو پوځ ځاى پر ځاى کړى دى چې امنيت راولي. اوس حکومت غواړي د پوځ دغه دنده دايمي کړي.

د بشري حقونو ادارې دا گام له اساسي قانون سره سم نه بولي. بي بي سي د مکسيکو ښار په څنډو کې يوې سيمې ته ورغلې.